د څښاک هغه پنځه شیان چې د ګرمۍ په ګرمۍ کې مو ذهناً او جسماً روغ ساتي

لیکوال: شمیم اتل

هغه سیمې چې د اوړې په موسم کې يې هوا ګرميږي، ددې ترڅنګ چې خلک په کې په جسمي او ذهني ډول د ګرمۍ احساس کوي، روغتیايي څېړنې وايي چې ځينې روغتیایي ستونزې هم له ځان سره راوړي. د بېلګې په ډول د خوب په نظام کې ستونزې رامنځ ته کیږي، د فکر کولو ځواک زیانمنوي او ځينې نورې ستونزې هم زېږوي.

روغتیا پالان وايي، اړینه ده چې د ګرمۍ په موسم کې داسې غذاګانې (خوراکونه) د خوړو له پاره وټاکل شي چې انسان ورسره په ذهني او جسمي ډول د یخنۍ او ارامۍ احساس ولري.

که څه هم په عام ډول د ګرمۍ په موسم کې خلک داسې خواړه او څښاک د څښلو او خوړول له پاره ټاکي چې فکر کوي بدن او مزاج ته يې یخنۍ ورکولای شي.خو په دې لیکنه کې درته د څښاک ځينې هغه شیان درپېژنو چې د ګرمۍ په موسم کې مو روغتیا ته په روغتیايي ډول ګټه رسوي او همدارنګه درته یخنۍ او ارامۍ احساس هم درکوي.

ناریل( کوپرا)

د ګرمۍ په موسم کې د ناریل اوبه قدرتي ډالۍ ده. د ناریل چې کوپرا یې هم بولي د اوبو په اړه طیبي څېړنو ثابته کړې چې د ګڼو نورو نارغیو د مخنیوي له پاره هم درمل دي. د ناریل اوبه د نورو ګټو تر څنګ بدن د سوړ ساتلو او مزاج نرمولو کې لویه مرسته کوي.

په ناریل کې قدرتي ګډ معدني مواد نه پرېږدي چې د بدن اوبه کمې شي. د ناریل په اړه څېړنې وايي چې د سرطان په مخنیوي کې هم مرسته کوي او همدرانګه زړښت ته مزل هم سستوي.

روغتیايي څېړنو د ناریل او د ناریل د اوبو بې شمېرې ګټې بیان کړي دي. چې تر بل هر وخت يې اوبه د ګرمۍ په موسم کې ګټورې او د ساړه احساس بښونکي دي.

د لیمو اوبه

د ناریل د اوبو په شان د لیمو اوبه هم په ګرمۍ کې څېړنو ګټورې ښودلي دي. روغتیايي څېړنې وايي، د لیمو اوبه ویټامین سي او ځينې نور داسې مواد لري چې په ګرمۍ کې د روغتیا له پاره خورا ګټورې ثابیتیدلای شي.

تاسو کولای شئ، چې د ګرمۍ په وخت کې د لیمو شربت جوړ کړئ، لږه مالګه په کې واچوئ او بیايې وڅښئ. په دې سره به په جسمي او ذهني ډول د مزاج د سړښت او ارامۍ احساس کوئ.

لیمو هغه څه دي چې قیمت يې دومره ګران نه دی او هر ځای پیدا کیدای شي.

شړوبي

چې ماسته (مستې) خو چې لږ شان تروه وي او بیا ترینه نرۍ شړوبۍ جوړې شي، چې لسي هم ورته وايي، نو د ګرمۍ د مخنیوي له پاره تر ټولو ښه چاره او حل لاره ده.

شړوبې هغه څښاک دی چې زموږ په وطن کې يې په عمومي ډول خلک د ګرمۍ په موسم کې ډېر کاروي. اوس اوس ځينو څېړنو هم ښکاره کړې چې لسي یا شړوبې د ګرمۍ په کمولو کې ښه مرسته کولای شي.

او شړوبو کې چې بیا لږ شان مالګه، لیمو او نانا یلنی هم ورګډ شي، نو بیا يې هغه وخت تاسو خوند وګورئ.

سړه کافي

که تاسو د ورځې په اوږدو کې د کفین ډېره اړتیا احساسوئ نو خپله سهارنۍ کې مو د سړې کافي نه ګټه واخلئ. دا چاره د ورځې په اوږدو کې ستاسو په ذهن کې د ګرمۍ احساس کموي او یو څه د ارامۍ احساس درته پیدا کیږي.

څېړنې وايي، سړه کافي د پوستکي سرطان خطره هم کموي چې په سخته ګرمۍ کې يې امکان موجود وي.

شین چای

شین چای هغه څه چې په ډېر څښاک کې يې افغانان نوم لري او زما په ګډون ځينې داسې کسان هم شته که د ورځې يې یو ځل ونه څښي هغه که یخني وي یا ګرمي نو سردرد ورته پیدا کیږي. ډېری افغانان د شین چای عملي دي.

خو اوس څېړنې وايي، چې د شین چای څښل د ګرمۍ په موسم کې د انسان بدن ته ګټې لري او په ذهني او جسمي ډول د ارامۍ احساس بښونکی وي.

نو هغوی چې د ګرمۍ په موسم کې به یې د شین چای څښل کمول او فکر به يې کاوه چې شین چای لا ګرمي زیاته وي؛ دا اندېښنه يې له نن وروسته لرې کیږي.

روغتیايي څېړنې او روغتیا پالان وايي، که خلک د سختۍ ګرمۍ نه ځانونه ونه ساتي نو ځينې روغتیايي ستونزې ورته پیدا کیدای شي. نو اړینه ده چې د ګرمۍ په موسم کې خپلې روغتیا، څښاک او خوراک ته پام وکړو.