پنجشنبه , 18 اپریل 2024

د چاغو کسانو د سترګو دید ولې کم دی ؟

د یوې څیړنې موندنه ښیي، چې د ډنګرنو کسانو د سترګو دید د چاغو د سترګو د دید په نسبت پياوړی دی .

دا څیړنه د اسټرالیا ملبورن پوهنتون د انګلستان د لیدزیکت پوهنتون په مرسته په فنلنډ، سنګاپور او هانګ کانګ کې کړې ده .

د څیړنې ترسره کوونکو ۲۰ تنه ډنګران او ۲۰ چاغان د هغوی له خوراکي رژیم، ورزش او نورو خصوصیاتو سره تر څیړنې لاندې نیولي وو.

څیړونکو موندلې ده، چې د وزن کمښت د سترګو له دید سره مستقیم تړاو لري، د دوی په وینا نور ګڼ عوامل لکه : په کمه رڼا کې مطالعه، ناسالمه تغذیه، د مطالعې پروخت بل مصروفیت، د عمر زیاتوالی، ژنتیکي مشکلات، د سترګو ضرب خوړل ، د سترګو، مغزو او پوستکي سرطان، له سترګو څخه د اوبو بهیدل او نور هم د سترګو د دید کمیدو لاملونه دي .

د څیړونکو په خبره چاغوالی د سترګو شاوخوا ته د وینې د فشار سبب ګرځي، چې دا بیا د سترګو پر دید بد تاثیر لري