د چاغ کسانو لپاره د اوبو څکلو مناسب وختونه

د انسان روغتیا لپاره اوبه څکل تر ټولو غوره نسخه ده، خو مهم یې دادي چې د چاغو کسانو لپاره کوم مناسب وختونه دي چې وکولای شي په واسطه یې وزن کم کړي.

په عام ډول خو د وزن کموالي لپاره بې شمېره نسخې کارول کیږي، د خوراک کمول او ورزش کول یې تر ټولو زیاته استعمالېدونکي نسخه ده، خو داسې هم کېدی شي چې کله دغه نسخې اغیز وکړي او کله نه.

د ځینو ډاکټرانو د وینا پر اساس له اندازې زیات خوراک کمول انسان له ناروغۍ سره مخ کوي، نه یوازې خوراک کمول، بلکې بدن متحرک ساتل او په منظمه توګه ورزش سرته رسول هم اړین دي.

خو آیا تاسو ته دا څرګنده ده چې اوبه څکل په مناسب وختونو کې د وزن کموالي کې مرسته کوي؟

کله چې اوبه په ځانګړي وخت کې په ځانګړي مقدار وڅکل شي پر بدن حیرانونکې پایلې رامنځته کوي:

خوراک نه مخکې اوبه څکل

د ډاکټرانو د وینا مطابق د ډوډۍ نه وړاندې یو یا نیم ګیلاس اوبه څکل لوږه ختموي، د ډکې خیټې احساس درکوي او کمې ډوډۍ خوړلو ته مو اړ کوي، خو که تاسې د خوراک نه وړاندې اوبه ونه څکئ له اندازې زیاته ډوډۍ خورئ چې د وزن زیاتوالي لامل جوړیږي.

څو ګیلاسه اوبه باید وڅکل شي؟

په عام ډول ویل کیږي چې د ورځې په اوږدو کې باید اته ګېلاسه اوبه وڅکل شي، خو ډاکټران وایي چې د اوبو څکلو اندازه د انسان بدن پورې تړاو لري، چې په کوم وخت کې څومره اوبو څکلو ته اړتیا لري، ځکه چې هغه خلک چې سخت کار کوي، او یا سخت ورزشونه کوي، هغوی له اتو ګیلاسو زیاتې اوبو څکلو ته هم اړتیا لرلی شي.

اوبه بدن کې د وینې جریان فعالوي، او په بدن کې د اضافي غوړ ختمولو کې مرسته کوي.

یخې اوبه څکل

یخې اوبه څکل د بدن څخه کیلوریز ختمولو یا سوزولو کې مرسته کوي، د یخو اوبو څکل وزن کمولو لپاره خورا ګټور دي.

اوبو څخه د شربت او چای ګټه اخیستل

اوبه له یوې لارې څکل شاید انسان ته تنګونکي ثابت شي، نو ددې لپاره په دې کې مختلف خوندونه ګډ کړئ (لکه لیمو، نارنج یا بادرنګ). همدا رنګه شین چای، د لیمو یا هندوانې شربت د ورځې په اوږدو کې دوه ځل استعمال شي هم ګټور دی

کاپی……….