د چای نوې حیرانوونکې گټه په ډاگه شوه

چای د نړۍ په کچه تر ټولو زیات څښل کېدونکی مشروب دی چې په ځانگړې ډول په افغانستان کې په ورځنی ډول په ډېره زیاته اندازه څښل کېږي.

له کلونو راهیسې روغتیايي څېړنو او پلټنو د دغه څښاک بې شمېره روغتیايي گټې او مختلفو روغتیايي ستونزو له منځه وړونکي ځانگړنې ثابتې کړي.

په دې وروستیو کې په سنگاپور کې ترسره شوې څېړنې ثابته کړې چې چای له نورو بې شمېره روغتیايي گټو سربېره د اعصابو کمزوري مخه هم نیسي.

د سنگاپور په نېشنل یونیورسټي اف سنگاپور دغه نوې څېړنې کې ویل شوي چې په ورځني ډول لږ تر لږه یو گېلاس چای څښل د اعصابو کمزوري یا ډېمېنشیا (Dementia) نومې ناروغي خطر کموي.

دغې څېړنې لپاره د ۹۵۷ له ۵۵ کلونو څخه زیات عمر لرونکو کسانو د چای څښلو عادت د ۱۲ کلونو لپاره تر څارنې لاندې نیول شوی و.

د څېړنې په جریان کې هر دوه کاله وروسته د گډون کوونکو عصبي فعالیتونه معاینه کېدل په داسې حال کې چې روغتیايي څېړونکو د هغوی د ژوند طرېقه، روغتیايي زیانونه او فزیکي فعالیتونو اړوند معلومات هم ټولول.

څېړنې کې ویل شوي چې په ورځني ډول چای څښل د عمر زیاتېدو له امله پېښېدونکو عصبي ناروغیو خطر ۵۰ سلنه کموي.

د څېړنې پر بنسټ دغه روغتیايي گټې څخه برخمنېدو لپاره تور یا شین چای کوم توپیر نه لري او دواړه پر اعصابو ورته مثبت اغېز لري.

چای د انټي اکسېډنټ غوره منبع گڼل کېږي، چې پړسوب له منځه وړونکې ځانګړنې لرلو سره عصبي رگونه له روغتیايي ستونزو او عصبي کمزورتیا څخه مخنیوی کوي.

څیړونکي وايي چې د څېړنو له پایلو څخه څرگندېږي چې دغه عام او هر چېرته په اسانۍ سره ترلاسه کېدونکی دغه مشروب د ډېمېنشیا او پارکنسن په څېر وژونکو ناروغیو څخه مخنیوی کې مرسته کوي.