پنجشنبه , 28 مارچ 2024

د چټک انترنیټ ۵ مخکښ هیوادونه

سره له دې چې اتنرنیټ امریکایانو جوړ کړی خو تر ټولو چټک او تر ټولو عام انترنیټ په نورو هیوادونو کې دی.

له ډېرو کلونو راهیسې جنوبي کوریا د چټګ انترنیټ د لرلو له کبله مخکښه ده. خو سږ کال وضعیت لږ بدل شوی دی.

د چټک انترنیټ له نظره د ۲۰۱۷ کال د ۵ لومړیو هیوادونو په لیست کې لومړی نوم د هانګ کانګ دی.

د هانګ کانګ د براډبانډ کنکشن د سرعت متوسط ۵۴ ایم بي دی. یوازې ۸۳ ثانیې پکار دي چې یو اوږد ایچ ډي فلم ډاونلوډ کړئ.

ورپسې جنوبي کوریا ده. په دغه هیواد کې د انترنیټ سرعت ۴۸ اعشاریه ۸ ایم بي دی. په جنوبي کوریا کې یو اوږد ایچ ډي فلم په ۹۲ ثانیو کې ډاونلوډېږي.

جاپان درېم دی.

په جاپان کې د داونلوډ سرعت ۴۲ اعشاریه ۲ دی. او اوږد ایچ ډي فلم پکې په ۱۰۶ ثانیو کې ډاونلوډېږي.

لاتویا څلورم مقام لري.

په دغه اروپايي هیواد کې د انترنیټ سرعت ۳۷ اعشاریه ۵ ایم بي دی. د اوږد ایچ ډي فلم د ډاونلوډولو لپاره ۲ دقیقې پکار دي.

رومانیا ۵ ځای لري.

په دغه اروپايي هیواد کې، چې تر اکثرو اروپايي هیوادونو وروسته پاتې دی، د انترنیت سرعت ۳۷ اعشاریه ۷ ایم بي دی.

د اکثرو اروپايي هیوادونو په عمومي ځایونو لکه شاپینګ مالونو (مارکیټونو)، تمځایونو، بسونو، هوايي ډګرونو، هوتلونو، رستورانونو، دفترونو… کې انترنیټ وړیا دی خو د انترنیټ په پنخوونکي هیواد کې لا هم په ډېرو ځایونو کې انترنیټ وړیا نه شئ موندلی.