د ډیجيټلي عطرونو په اړه به مو دا نه وي اورېدلي؟

په مالیزیا کې ساینسپوهانو د لومړي ځل لپاره ډیجيټلي عطرونه جوړ کړي دي. د ډیجیټلي بوی یا عطر معنا دا ده چې په راتلونکو وختونو کې به راز راز بویونه د اېس اېم اېس (SMS) په وسیله یو بل ته لېږلی شی. د مالیزیا د انجنیرۍ انسټيټیوټ څېړونکي ادعا کوي چې د لرګي، مېوې او وېلني یا نعنا الکتریکي بویونه یې اختراع کړي دي. دوی وايي چې دا کار د انسان په پزه کې د یوه الکترود د اېښودلو په وسیله کوي. الکترود د پزې کمزوره الکتریکي جریانونه تحریکوي. دغه جریانونه هغه عصبونه فعالوي چې مختلف بویونه مغزو ته رسوي. د مالیزیا د انجنیرۍ انسټیټیوټ ريیس ادریان چیوک په دې اړه وايي، دا د پروسې یوه برخه ده او د مجازي واقعیت په زیاتولو بشپړېږي. دی وايي، دا طریقه مرسته کوي چې یو څوک د انټرنېټ له لارې په مجازي ډول له خپل ملګري سره ډوډۍ وخوري. کاروونکي کولی شي چې نور په درې بعدي بڼه وویني.

چیوک باوري دی چې په راتلونکي کې به بویونه په انټرنېټ کې په ډیجیټل ډول لېږل کېږي، خو ښايي دا ټکنالوژي څو لسیزې نور کار ته اړتیا ولري، خو څېړونکو تراوسه پورې د ۳۱ کمپنیو لپاره لس راز راز بویونه اختراع کړي دي.

مسیر ورځپاڼه