پنجشنبه , 25 اپریل 2024

د ژبپوهنې څانګې

لیکوال: محمد عثمان څولیزی

د ژبپوهنې له تعریف او پېژندنې سره ټول آشنا دي او ما هم په خپلو تېرو لیکنو کې د ژبپوهنې په هکله د ګڼو ژبپوهانو نظریات تاسو سره شریک کړي و. خو په دې لیکنه کې مې هڅه کړې چې د ژبپوهنې پر څانګو باندې یوڅه رڼا واچوم. که څه هم لومړی ژبپوهنه او په دویم ګام کې د ژبپوهنې د څانګو څېړل او معلومول څه آسانه خبره نه ده او نه هم د هرچا د وس کار دی. خو زه به د خپلې نیمګړې پوهې پرمټ هڅه وکړم چې د شته توکو پربنسټ د ژبپوهنې یو شمېر څانګې تاسو ته په لنډه توګه در وپېژنم.په لیکنه کې د ځای پرځای شويو موادو لپاره د کتابونو، برېښنايي کتابونو، د ژبپوهنې څانګې د پروفیسرانو او په ځینو ځایونو کې د اړتیا پر مهال له انټرنېټ څخه هم ګټه اخیستل شوې ده.

لکه څنګه چې د ژبپوهنې د پېژند په برخه کې ژبپوهان سره یوه خوله او نظر نه دي، دغه شان یې د څانګو او وېش په هکله یې هم سره وېشلي دي. د ژبپوهنې د څانګو او برخو په هکله نه یواځې ژبپوهانو نظریات څرګند کړي دي، بلکې د نورو هغو علومو پوهانو هم خپل اندونه وړاندې کړي چې له ژبې، ټولنې، انسان او په انساني علومو پورې تړاو مومي. دلته به په لنډه توګه د ژبپوهانو او نورو پوهانو له انده د ژبپوهنې د څانګو لومړنی او وروستنی وېش له تاسو سره شریک کړم.

– د ژبپوهنې د څانګو په هکله د ژبپوهانو پخوانی وېش او نظر داسې و چې دوی ژبپوهنه په ټولیزه توګه په دریو څانګو وېشلې وه:

۱- تاریخي ژبپوهنه: د ژبپوهنې دا څانګه د تاریخ په یوه ټاکلې دوره کې په ژبه کې رامنځته کېدونکي بدلونونه، زیاتونې، کمونې او حذفونې څېړي.

لکه: آر- آريا – آرین، پښت – پښتو – پښتون

پورتنیو کلمو په یو ځايي توګه اوړون نه دی موندلی بلکې د پېړیو په اوږدو کې یې بېلابېلې بڼې غوره کړي دي؛ نو تاریخي ژبپوهنه په ژبه کې دغه ډول رامنځته کېدونکي یا رامنځته شوي بدلونونه څېړي. په دې بدلونونو کې ډېری غږیزې زیاتونې او کمونې شاملېږي.

۲- تشریحي ژبپوهنه: د ژبپوهنې دا څانګه د تاریخ په اوږدو کې په ژبه کې چې کوم بدلونونه او تغیرات پېښ شوي او پېښېږي په هر اړخېزه توګه څېړي.

د ژبپوهنې دغه څانګه هم له ژبنیو بدلونونو سره سروکار لري، خو له تاریخي ژبپوهنې سره یې توپیر په دې کې دی چې تشریحي ژبپوهنه ژبني بدلونونه په هر اړخیزه توګه څېړي یاني په دې برخه کې پور شوي ويي یا د یوې ژبې خپل او ځانګړي لغتونه د هغوی مخینه، تاریخچه، سرچینه، اوړون، بڼه، استعمال، څرنګوالی او نور څېړي.

۳- پرتلیزه ژبپوهنه: د ژبپوهنې په دې برخه کې یوه ژبه له بلې سره یا د ژبو یوه کورنۍ له بلې کورنۍ سره پرتله او ترمنځ یې شته توپيرونه رابرسېره کوي.

د ژبپوهنې دغه څانګه هم خپل ځانګړی ارزښت لري، په دې مانا چې دا برخه د یوې کورنۍ د دوو یا څو ژبو یا هم د ژبو د یوې یا څو کورنیو ژبې د نږدې والي، لرېوالي، ورته والي او خپل منځي توپيرونو له مخې څېړي.

په دې مانا چې تردې دمه په کتابونو کې د ژبو راغلې او ذکر شوې کورنۍ څلور دي:

هندو اروپايي ژبو کورنۍ

ټېبېټو برمن ژبو کورنۍ

د ډراویډي ژبو کورنۍ

اسټرو آشیاټیک ژبو کورنۍ

نو د ژبپوهنې دا څانګه ژبې سره پرتله کوي، یاني که په یوه ژبه کې د کومې بلې ژبې لغت استعمالېږي، دغه برخه یې اساس، مخینه، نږدېوالی او مورنۍ او خوېندې ژبې څېړي.

د مثال په توګه (قلم) یوه عربي کلمه ده چې په پښتو، فارسي، اردو، هندي، ټېلګو او نورو ګڼو ژبو کې په ورته لکینۍ بڼه او تلفظ سره کارول کېږي. نو پرتلیزه ژبپوهنه ددغه ويي د اساس موندنې لپاره دغه ژبې سره پرتله کوي ترڅو اساس او لومړنۍ ژبې ته چې دغه کلمه پکې کارول شوې لاس رسی ومومي.

پورتنی د ژبپوهنې ترټولو دمخنی او لومړنی ویش دی چې لاهم د یوشمېر ژبپوهانو د پام وړ او په خپلو آثارو او لکچرونو کې ځني کار اخلي.

د ژبپوهنې د څانګو دوهم وېش یوشمېر کتابونو او ژبپوهانو په دې توګه کړی دی:

په دې برخه کې ډېری هغو معلوماتو ته ځای ورکړل شوی دی چې ژبپوهان، پروفیسران او د ژبپوهنې نویو چاپ شویو کتابونه یې یادونه کوي. نوې ژبپوهنه په دې اند ده چې ژبپوهنه په ټوله کې په دوو سترګو څانګو وېشل شوې ده:

بنسټیزه یا اساسي ژبپوهنه

عملي یا تطبیقي ژبپوهنه

۱- بنسټیزه یا اساسي ژبپوهنه: د ژبپوهنې په دې برخه کې (غږپوهنه، آوازپوهنه، غونډله پوهنه، مانا پوهنه او عملي ژبپوهنه) شاملېږي. ګڼ شمېر ژبپوهان په دې اند دي چې د ژبپوهنې دغه برخه د هستوي ژبپوهنې یا د ژبپوهنې د هستې )Core Linguistics( یا هم د مایکرو لېنګوېسټک په نوم هم یادېږي.

اساسي ژبپوهنه د تطبیقي یا عملي ژبپوهنې لپاره اساس، بنسټ او د پله حیثیت لري. یاني له اساسي ژبپوهنې پرته هېڅکله هم تطبیقي یا عملي ژبپوهنه نشي رامنځته کېدی. همدا اساسي یا هستوي ژبپوهنه ده چې د ژبې، ټولنې، انسان، کلتور، مذهب او نورو لپاره اساس رامنځته او تطبیقات بیا پردغه بنسټ مخ ته درومي.

۲- تطبیقي یا عملي ژبپوهنه: د ژبپوهنې په دې برخه کې د ژبپوهنې تیوریکي برخه عملي بڼه غوره کوي او د ژبپوهنې په دې څانګه کې ټولې هغه برخې شاملېږي چې په خپله ساحه کې له ژبې او ژبپوهنې سره تړاو لري. تطبیقي یا عملي ژبپوهنه په حقیقت کې د ژبپوهنې هغه څانګه یا څانګې دي چې ژبې ته په خپله کاري ساحه کې عملي بڼه ورکوي. یا په تطبیقي ژبپوهنه کې له هغو علومو سره چې له ژبپوهنې سره تړاو لري د هغوی څېړنه، څپړنه او له انسان او انساني ټولنې سره یې پر اړیکو باندې بحث کېږي.

د ژبپوهنې دغه وېش دکلاسیک یا موډرن وېش په نوم هم یادېږي چې له ګڼو نورو علومو سره د ټولنې، انسان او ژبې تړاو پکې په روښانه توګه ډاګیز کېږي.

دلته به د تطبیقي ژبپوهنې یو شمېر غوره او نامتو څانګې په لنډه توګه در وپېژنو:

۱- تاریخي ژبپوهنه: د ژبپوهنې په دې څانګه کې د تاریخ په اوږدو کې په یوه ژبه کې رامنځته شوي بدلونونه څېړل کېږي. یا تاریخي ژبپوهنه د ژبې یا ژبو غږیز بدلونونه د تاریخ په بهیر کې څېړي. یا هم د ژبې له غږیز او ګرامري بدلون څخه بحث کوي.

۲- ټولنیزه ژبپوهنه: د ژبپوهنې په دې څانګه کې پر ژبې د ټولنیزو عواملو اغېزې او د ژبې اغېزې پر ټولنه باندې څېړل کېږي. په ټولنیزو عواملو کې کلتور، مذهب، متون، دودونه، هیلې او نور راتلی شي. یا د ټولنیزو عواملو له مخې د ژبې څېړلو څخه بحث کوي. د ژبپوهنې په دې برخه کې د ژبې او ټولنې دوه اړخیزې اړیکې څېړل کېږي.

۳- ارواییزه ژبپوهنه (د ژبې ارواپوهنه): د ژبپوهنې په دې برخه کې هغه عصبي او ارواپوهنیز عوامل څېړل کېږي چې انسان ته د ژبې د اخځ، پوهېدا، تولید او استعمال لارې چارې ورښيي. یا د ژبپوهنې دغه برخه د انسانانو ژبنی پرمختګ، اخځ، تولید، کارونه او پوهېدنه ترڅېړنې لاندې نیسي.

۴- جغرافیايي ژبپوهنه (د ژبپوهنې جغرافیا): د ژبپوهنې په دې برخه کې د یوې ژبې سیمه ایز ګړدودونه څېړل کېږي. یا هغه ژبني ګړدودونه چې په یوه ټاکلې جغرافیا کې د ژبې د ویونکو له لوري کارول کېږي څېړي.

۵- تشریحي ژبپوهنه: د تاریخ په یوه ټاکلې دوره کې د یوې ژبې ګرامر، وېش او څرنګوالي څخه بحث کوي. یا د ژبپوهنې په دې برخه کې ژبه په هراړخیزه توګه په تېره یا اوسنۍ بڼه څېړل کېږي یاني د ژبې پخوانۍ بڼه څنګه وه او اوسنۍ هغه یې څه ډول ده.

۶- توکمیزه ژبپوهنه (کلتوري ژبپوهنه): د ژبپوهنې په دې څانګه کې د توکمونو یا یو ځانګړي توکم ژبه، کلتور، دودونه او ددوی ترمنځ اړیکي څېړل کېږي. یا د ژبپوهنې په دې څانګه کې د کلتور اغیزې پر ژبه او د ژبې اغیزې پر کلتور باندې څېړل کېږي او همدارنګه څنګه بېلابېل توکمونه او دودونه د ځمکې پرمخ خواره شول؛ ددوی اغیزې یو پر بل څه ډول وې او نور څېړي.

۷- ګړدود پوهنه: د ژبپوهنې په دې برخه کې د ټاکلې ژبې ګړدودونه او ددوی ترمنځ اړیکې او توپيرونه څېړل کېږي. یا د ژبپوهنې په دې څانګه ده د یوې ژبې سیمه ایز توپیرونه او دهغوی لاملونه څېړل کېږي.

۸- لغت پوهنه: د ژبپوهنې په دې برخه کې د یوې ټاکلې ژبې د لغتونو بڼې، جوړښت، ماناوې، څرنګوالی او استعمال څېړل کېږي.

۹- قاموس پوهنه: د ژبپوهنې په دې برخه کې د قاموس یا ډکشنرۍ له لیکلو، اوډلو او تالیف څخه بحث کېږي.

۱۰- د ژباړې پوهه: د ژبپوهنې په دې برخه کې له یوې ژبې څخه بلې ژبې ته د یو مفهوم، مطلب، لغت او مانا له لېږد څخه بحث کېږي.

۱۱- اشتقاق پوهنه: د ژبپوهنې په دې برخه کې د لغت یا لغتونو تاریخ، سرچینه، منځته راتګ، پرمختګ او بدلون څېړل کېږي.

۱۲- سبک پوهنه: د ژبپوهنې په دې برخه کې د یوې ټاکلې ژبې د لیکوالانو د لیکنې ځانګړې تګلاره او د لیکلو بڼې څخه بحث کېږي. یا د یوې موضوع په هکله د ګڼو لیکوالانو د غوره شویو کلمو او جملو له رغښت څخه بحث کوي.

۱۳- محاسبوي ژبپوهنه: د ژبپوهنې په دې برخه کې ژبه یا د ژبې وینا او تجزیه په محاسبوي تخنیکونو سره ترسره کېږي. یا د ژبپوهنې هغه برخه چې د ژبې د غږونو د تجزیې په برخه کې له کمپیوټر څخه د یو تحلیل کوونکې یا ویشونکې وسیلې په توګه کار اخلي محاسبوي ژبپوهنه یې بولي.

۱۴- عصبي ژبپوهنه: د ژبپوهنې په دې برخه کې د انساني اعصابو هغه میکانیزم څېړل کېږي چې د ژبې تولید، پوهاوي او ژبې ترلاسه کولو چارې سمبالوي. یا د ژبپوهنې په دې برخه کې د اعصابو هغه برخه څېړل کېږي چې د ژبې موقعیت او لغوي زېرمې چارې پر غاړه لري.

۱۵- ادراکي ژبپوهنه: د ژبپوهنې په دې برخه کې ژبه د یوې ذهني پدیدې او تصور په توګه تر څېړنې لاندې نیول کېږي. یا د ژبې مانیز او ګرامري اړخ څېړي.

۱۶- فلسفي ژبپوهنه (د ژبې فلسفه): د ژبپوهنې په دې برخه کې د ژبې او فلسفې ترمنځ تړاو څېړل کېږي. یا د ژبې فلسفه ژبه په مېتودیکه او تقسیمي توګه څېړي او همدارنګه د ژبې رغښت، مانا، پرمختګ او بدلون څخه بحث کوي.

۱۷- متني ژبپوهنه: د ژبپوهنې دغه برخه متن )منظوم یا منثور( د اړیکو د یو سیستم په توګه څېړي. یا د ژبپوهنې په دې برخه کې متن، د متن تاریخ او ډولونه څېړل کېږي.

۱۸- مقایسوي یا پرتلیزه ژبپوهنه: د یوې کورنۍ دوه یا څو ژبې په پرتلیزه توګه څېړي یا د څو کورنیو ژبې په پرتلیزه توګه تر بحث لاندې نیسي او یا هم د ژبو د تاریخي اړیکو موندلو لپاره ژبې یا هم د ژبو کورنۍ سره مقایسه کوي.

۱۹- بشري ژبپوهنه: د ژبپوهنې په دې برخه کې د ژبې، کلتور او انساني بیالوژۍ ترمنځ اړیکې څېړي. یا د ژبپوهنې هغه څانګه چې انسانان د هغوی د ژبې له مخې څېړي.

۲۰- عمومي ژبپوهنه: د ژبپوهنې په دې برخه کې په عمومي توګه د ژبې تاریخي بدلون او دندې له کوم محدودیت او ځانګړتیا پرته څېړل کېږي.

۲۱- ارتباطي ژبپوهنه: د ژبپوهنې په دې برخه کې دوه یا زیاتې ژبې یا هم ګړدودونه او ددوی دوه اړخیزې اغېزې او اړیکې تر څېړنې لاندې نیسي.

۲۲- لیکنۍ ژبپوهنه: د ژبپوهنې له دې برخه څخه د متنونو په مجموعه، ژبپوهنیز وېش او هغو موادو د شنننې لپاره چې په برېښنايي آلاتو په ځانګړې توګه کمپوټر کې خوندي وي ځني کار اخیستل کېږي.

۲۳- حقوقي یا قانوني ژبپوهنه: د ژبپوهنې له دې برخې څخه په هغو مسایلو کې چې په محکمو او حقوقي ادارو کې ترسره کېږي لکه د جرمونو څېړل، ارزول او د محکمې لړۍ په ترسره کولو کې ځني کار اخیستل کېږي.

۲۴- لیکپوهه: د ژبپوهنې په دې برخه کې د لیک پېدایښت، ډولونه او تاریخ څېړل کېږي. یا هغه کښل شوي سمبولونه څېړي چې یو پېغام له ځان سره لېږدوي.

۲۵- شفاهي ژبپوهنه:د ژبپوهنې په دې برخه کې په ویلې ژبه ډېر ټینګار کېږي، په دې مانا چې د یوې کلمې او لغت مانا د فشار په زیاتوالي او کموالي سره بدلون کوي. یاني د غږ په لوړوالی او ټیټوالی مانیز بدلون رامنځته کوي.

۲۶- پرمختیايي ژبپوهنه: د ژبپوهنې په دې برخه کې په فردي توګه د ژبې پرمختیايي وړتیا څېړل کېږي، په ځانګړې توګه دغه برخه د کوچنیوالي پېر په برکې نیسي چې د ژبې اخځ او زده کړه پکې په چټکه توګه صورت مومي.

۲۷- کلنیکي ژبپوهنه:د ژبپوهنې په دې برخه کې د پرمختللو وسایلو په واسطه انساني ژبنۍ نیمګړتیاوې په نښه او د امکان تر حده یې په حل لارې او مخنیوي لاس پورې کوي.

۲۸- بیولوژیکي ژبپوهنه:د ژبپوهنې په دې برخه کې د انسان غږیز سیستم او د ژبې بدلونونه تر څېړنې لاندې نیول کېږي.

۲۹- نظري ژبپوهنه: د ژبپوهنې په دې برخه کې ټول هغه اصول په برکې نیول کېږي چې په ټولو یا اکثره ژبو باندې د پلي کېدو وړ وي. یا هغه اصول څېړي چې ټولې ژبې یې لرونکې وي.

دا وې د تطبیقي یا عملي ژبپوهنې یو شمېر څانګې چې ما د ژبپوهنې له یوشمېر کتابونو، د ژبپوهنې څانګې استادانو له خبرو اترو او ځینو ویبپاڼو څخه راټولې او واوډلې. تردې دمه د ژبپوهنې هېڅ کوم ځانګړي کتاب د ژبپوهنې دغه څانګې په یوه کتاب کې نه دي سره راټولې کړي. یاني که د ژبپوهنې هر کتاب ولولئ او د ژبپوهنې په څانګو پسې د کتابونو پاڼې واړوئ راواړوئ دغه شمېر څانګې به په هېڅ یوه ځانګړي کتاب کې ونه مومئ. خو ما ژبې او ژبپوهنې ته اړوند دغه د ګوتو په شمېر څانګې راټولې او د عملي یا تطبیقي ژبپوهنې په څانګه کې مې له تاسو لوستونکو سره شریکې کړې.

ښايي زما هڅه لومړنۍ او له نیمګړتیاو سره مله وي، هیله ده تاسو زما د لیکنې په سمون او لا ښه والي لاس پورې او د کره او پوره اخځونو په موندلو يې وغځوئ او په دغه برخه کې نورې اړوند څانګې هم ورزیاتې کړئ. پوهېږم په تطبیقي برخه کې د یادو څانګو سربېره به ګڼې نورې څانګې هم وي؛ خو زما د اوسنۍ مطالعې د لمنې له مخې ماته یوازې همدومره څانګې مخ ته راغلې چې په دې لیکنه کې مې ورته ځای ورکړ.