د ژبې له تڼاکو څنګه ځان وژغورو؟

ژباړه:  منهاج الدین منصور

د ژبې له تڼاکو سره انسان ډېر په تکلیف او خورا زیات نارحته وي. او په ځانګړې توګه چې کله پرې خبرې کوو او یا هم کوم شی چې له خولې څخه تو کوو.

ډېرۍ عوامل شتون لري خو دلته یې یو څو مهم ټکي در په ګوټه کوم، د کوم له امله چې زمونږ په ژبه تڼاکې راخیژي.

۱. په لومړي کې هغه خواړه چې انسان ورسره حساسیت لري. له د سره د شونډو وتل هم پېښیږي. او همدارنګه په ژبه تڼاکې راختل یې لامل دی.

۲  . د معدې له امله په ژبه تڼاکې راڅرګندیږي.

۳. د تصادفي له وجې هم په ژبه پلۍ یا تڼاکې راپورته کیږي.

۴.  ځینې وخت د غاښ درد له کبله هم کیدای شي.

۵.  د کرمو شیانو او ترخو شیانو له امله هم دا ستونځه رامنځته کیږي.

درملنه :

۱. د ریحان پاڼې په خوله کې د یوې شیبې لپاره و ژووئ.

۲.  لږ ادرک په معتدیلو یا تړمو اوبو کې حل کړئ او د ژبې   تڼاکې ځای پر ومښئ.

۳ . په اوبو کې سوډا محلول یا حل کړئ. د خولې په تڼاکو   ځایونو د یوې سیبې لپاره ووهئ. او له د وروسته یې تو کړئ. کیدای شي د ډاکتر تر رسیدو د مخه مو درد ارام شي.