د ژبې پیدایښت

لیکواله : مینه زرمتۍ

د ژبې د پیدایښت په اړه بیلابیل نظریات او روایتونه شتون لري  چې هر  یوه روایت ژبې ته خاص مقام او منزلت ورکړی دی د ژبې په هکله همدغه روایات په دوه ډوله دې.

۱-غیري علمي روایات                        ۲-علمي روایات

غیري علمي روایات :

الف – تورات : د تورات په یوه فصل کې راغلي ، کله چې خدای پاک ادم ع پیدا کړ نو خدای پاک د حیواناتو  او بوټو د نوم ایښودلو مسوولیت ادم ع ته ورکړ . نو د یهودیانو په باور چې خدای پاک له ادم ع سره په عبري ژبه خبرې کولې . او په نتیجه کې عبري د بشر لومړنی ژبه ده.

ب – هرودوت او فرعون : د یونان تاریخ لیکوونکی هرودوت وایي .د مصر فرعون حکم وکړ چې دوه ماشومان باید  ګونګ او ړوند په واسطه روزنه وویني تر څو هغه وګوري چې دغه دوه ماشومان په کومه ژبه خبرې کوي کله چې یې هغه دوه ماشومان د ده خواته راوستل یو له هغه ماشوم څخه دbekos

کلمه وکاروله . دغه کلمه په فریجیه  کې د ډوډۍ په معنا ده نو فرعون نتیجه واخیسته چې لومړنی ژبه په نړی فریجیه ژبه ده.

ج – د کاسک کانو روایت :د کاسک کانو د یوې ډیرې پخوانی کیسې په اساس په شمالي امریکا کې یوه توره تیاره خپره  شوه ډیر تیزبادونه پیل شول . کشتی یې یوې خوا بلې خواته بوولې ، خلک یوله بل څخه جلا شول ډیر ځنډ وروسته له ډیري سرګردانۍ او ځای په ځای کیدو څخه خلکو په بیلا بیلو ژبو خبرې کولې او نورنو یو د بل په ژبه  نه پوهیدل .

ه – د تیکونا روایت : د یوې ډیرې پخوانۍ کیسې په اساس د امازون په شمال کې دتیکونا خلک ټول  دیوې قبیلې غړي ول ، او په  یوه ژبه یې خبرې کولې مګر یوه پیښه د هغوی د جلاوالي او په مختلفو ژبو د خبرو کولو سبب شوه  چې هغه پیښه دا وه . چې هغوی د مرغ مګس دوه هګۍ خوړلې وې .

و- د مرکزي امریکا د بومیانو روایت  : د مرکزي امریکا  بومیان په دې باور دي چې په ډیرو پخوانیو زمانو کې انسانانو د خپل ځان ساتلو لپاره د دویمې نړۍ د خرابیدو په وخت کې  دوي د یو کلک دیوال په جوړیدو اقدام وکړ . ولې د هغوی ژبې تغیر  وکړ او نور یې نه شوی کولی چې دیو بل په خبرو پوه شي، نو د نړۍ مختلفو سیموته وکوچیدل

۲-علمي روایات

نظریه :داروین باور مند و ، چې د انسان ژبه د انځورونو او اشارو لهجوي تقلید دی    Ta –ta د   الف

چې مخکې د ژبې له پیدایښت څخه د خلکو په منځ کې یې شتون درلودل بعضي محقیقین هم دا نظریه تایید وي مګر خبره دلته ده .

لومړی : دغه نظریه  هغه وخت دقبلولو وړ ده چې قبول کړو چې مخکې د ژبې له پیدایښت څخه انسانانو

له اشارو او انځورونو څخه ګټه اخیسته .

دویم : د دی ډول ژبې څخه انسانانو یوازې په ورځ کې کولی شوی چې استفاده ترې وکړي ، خو کله چې  به یې په  شپه کې  یو له بل سره خبرې کولې باید چې اور یې بل کړی وای نو بیایي خبرې کولی شوې.

نظریه : د دې نظر یې په اساس  دژبې لومړنۍ کلمې له غږونو څخه منځته  راغلې ديPooh   ب – د

له هغو غږونوڅخه چې د انسان  د احساساتو مربوط کیدل ، د دې نظریې پلویان په دې باور مند دي هغه غږ چې له درد څخه وي ، هغه خندا چې له خوښۍ څخه وي او هغه ژړا چې له غم څخه وي تکامل یې کړی اوپه ژبه کې یې کلمې رامځته کړي دي.

داسي ډیري علمي او غیري علمي روایات شتون لري چې د ژبې د پیدایښت په اړه یې مختلفې نظر یې ورکړي دي .

همدارنګه چامباتیسا ویکو د دې نظر یې مدافع و. چې د انسان ژبه د شعر له منځ څځه اخیستل شوي ده البته د هغه مقصد ادیبانه او متصنع  شعر نه و ، بلکه منظور یې هغه عامیانه او طبیعي شعر و ، چې عملي اړتیاوو ته یې ځواب ویل . د ویکو اصلی استدلال دا و  چې ډیري پخوانۍ ښکارندویاني د ژبې شعر و ، خصوصا د هومر اشعار

لومړنیو انسانانو څو معدودې کلمې درلودې د ابتدایي شیانو لپاره . همدارنګه کله چې پخوانیو انسانانو غوښتل چې د ډیرو متنوع شیانو په هکله خبرې وکړي له همدي معدودو کلمو څخه یې استفاده کوله خو په دې لاره کې د دوی کامیابۍ دا وه چې دوی له ادبي صنایعو ، استعارو څخه ګټه اخیسته چې دا د دې سبب شوه

چې ژبې پرمختګ وکړ او نوي پړاوونو ته یې ځان ورسوه ، خو په دې موږ ټول ښه پوهیږو چې له هر علمي او غیري علمي نظر څخه مخکې خدای پاک په قران کریم کې د ژبې  په هکله ویلي دي .

[ تاسو وګورئ خپلو رنګونو ، شکلونو او ژبو ته چې موږ ډول ډول پیدا کړي دي . ]  دا یو حقیقت دی چې کله خدای پاک ادم ع او بي بي حوا پیدا کړل نو هغوی ته یې ژبه هم ور زده کړه .