ﺑﺴْـــــــــــــــﻢِ ﺍﷲِﺍﻟﺮَّﺣْﻤَﻦِ ﺍﺍﺭَّﺣِﻴﻢ
۱- ریښتنې توبه او الله تعالی ته رجوع کول.
۲- ډیر زیات استغفار ویل.
۳ -د قرآن کریم تلاوت په تدبر سره کول که څه هم لږ آیتونه وي.
۴- لمونځ آرام، په توجه، په اطمنان او د زړه په حضور سره کول.
۵- د سهار او ماښام مسنونه اذکار ویل.
۶- پر الله تعالی توکل کول.
۷- په کارونو کې استخاره او مشوره کول.
۸- د الله تعالی په قضاء او فیصله رضاء کیدل.
۹- له صالحانو او نیکو خلکو سره ناسته ولاړه کول.
۱۰- د والدینو په اطاعت، خدمت او احترام سره د هغوي دعاء ګټل.
۱۱-د غریبانو، یتیمانو، کونډو او اړو کسانو سره مرسته او لاس نیوی کول.
۱۲- ډیرې دعاوې کول.