سه شنبه , 16 اپریل 2024

د ژوند ترخې تجربې کولای شي ماغزه څلور کاله زاړه کړي!

 

امریکايي څېړونکي وايي د ژوند ترخې تجربې، لکه د ماشوم مړینه، طلاق یا له کاره ګوښه کېدل، کولای شي ستاسو ماغزه لږ ترلږه څلورکاله زاړه کړي.

څېړونکو، د ۱۳۰۰ پنځوس کلنو خلکو د حافظې او فکر کولو وړتیاوو ته د کتنې له لارې د هغوی د ماغزو روغتیا ارزولې.

د څېړنې موندنې په لندن کې د الزهایمرز ټولنې یو نړیوال کانفرانس ته وړاندې شوې.

څېړونکو، د ژوند د ترخو تجربو او د حافظې د خرابېدو (ډیمنشیا ناروغۍ) ترمنځ مستقیمې اړیکې ونشوای موندلې، خو څرګنده شوې چې ترخې تجربې د ماغزو پر فعالیت اغېز لري، چې کېدای شي په اوږدې مودې کې د حافظې د له منځه تلو یا ډیمنشیا سبب شي.

کمزورې حافظه:

یوه نظریه دا ده چې روحي فشار یا د ژوند ترخې تجربې التهاب ( پاړسوب یا ګزک) زیاتوي، چې د حافظې د له منځه تللو شونیتیا ډېرولای شي- اوس د بریتانیا د ساوت هامپټن پوهنتون څېرونکي په دې هکله ازموینې کوي.

د امریکا د ویسکانسن پوهنتون د طب پوهنځي څېړنې، موندلې چې د نورو نژادي ډلو پرتله افریقايي امریکایان ډېری د ژوند د ترخو تجربو یا روحي فشارونو ګواښ سره مخ کېږي. دا ځکه چې د حافظې په ازموینو کې دوی د نورو ډلو پرتله کمزوري وه او معمولا یې په بېوزلو سیمو کې ژوند کاوه.

د ټولو ډلو په ترخو تجربو کې، د زده کړې ستونزې، مالي نا امني، جدي روغتیايي ستونزې او روحي ترخې تجربې شاملې وې.

نورو څېړنو چې په لندن کې نړیوال کانفرانس ته وړاندې شوې وې، هغو زیاتېدونکو شواهدو ته اشاره کوله چې د ژوند لومړیو وختونو ترخې تجربې او دا چې خلک په څه ډول ځایونو کې ژوند کوي کېدای شي د حافظې د خرابېدو یا ډیمنشیا ناروغۍ په راپیدا کېدوکې رول ولري.