د ښایسته او جاذب نظر پوستکي لپاره امرود وخوری

که غواړې چې د مخ رنګ دی ښایسته او پوستکي دی صاف وی نو امرود وخوره.. امرد چې په یخ کې بازارو ته را ووزي نه تنها د هاضمي دپاره ښه دي بلکي د پوستکي د ښایست او تازه کولو لپاره هم ډیر مثبت نتیجه ورکوي.

د طبي پوهانو په اند که څوک امرود وخوري او یا یي پوستکي په مخ وموښي او یا یي پوستکي ووایشيي او مخ په پریولي … نو مخ په تازه کولو کې به ډیر ورته کومک ورسوي.

او په امرود کې موجود وټامنز او پوټاشیوم مخ د وړوکو دانو او ګونجو څخه ساتي.

د دې څخه ماسیوا امرود د هاضمې، د وینو فشار او وزن کمولو لپاره ډیر ګټمن دی.