سه شنبه , 23 اپریل 2024

د ښه ژوند او غوره شخصیت په لور (۵) ګامه مزل

لیکوال: ګریګ توماس

ژباړه: شاهین

بدلون اسانه نه دی او نه هم چیرته وړیا ویشل کیږي. څومره چې بدلون لوی او مثبت وي، هومره يې ترلاسه کول ګران او ستونزمن وي.

د یو ښه او بهتر ژوند او شخصیت درلودلو لپاره موږ ټول اړ یو، چې په ژوند کې لوې او واړه تغیرات راوړو. دا تغیرات هغه وخت سخت او ستونزمن شي، چې کله يې تاثیرات زموږ په پاتې ټول ژوند پریوځي.

خو د ښه شخصیت او ژوند په لور د بدلون په دې لیکنه کې موږ تاسې ته (۵) مرحلې درښایو، چې په عملي کولو يې تاسې په ژوند کې لوی مثب بدلونونه موندلای شئ.

۱ـ د ځان په اړه ټول هغه څه په ګوته کړئ، چې بدلون يې غواړئ.

د ژوند کومې برخې غواړئ، تغیر کړئ. بدلون هغه وخت واقع کیږي، کله چې تاسې د ژوند هغه برخې مشخصې کړئ، کومو کې چې بدلون راوستل غواړئ.

هڅه وکړئ، د بدلون لپاره تر وسه د ژوند ټول هغه اړخونه، چې پکې د بدلون اړتیا وي، وټاکئ.

۲ـ لا يې مشخص او په وړو وړو برخو وویشئ.

بدلون هغه وخت ناکامیږي، کله چې موږ هغه په وړو برخو ونه ویشو او د هغې لپاره لازم اقدامات پورته نه کړو.

په دوهمه مرحله کې زموږ دنده داده، چې په لومړۍ مرحله کې د بدلون لپاره مشخصې ساحې، باید په نورو کوچنیو او وړو برخو ویشو. د بدلون لپاره کار ساده کوو او چلنجونه او خنډونه په ګوته کوو. غواړئ، څه ته تغیر ورکړئ؟ کله يې بدل کړئ؟ چیرته او له کومه ځایه يې پیل کړئ؟ او کومې پایلې ترلاسه کول غواړو؟

ددې پوښتونو حل موږ سره مرسته کوي، چې د تغیر لپاره پلان جوړ کړو؛ موخې وټاکو او فعالیتونه په ګوته کړو. بدلون د همدې وړو وړو قدمونو پورته کولو په پایله کې تر لاسه کیږي.

۳ـ د ټولو وړو او لویو کارونو حساب کتاب ونیسئ.

دا که څه هم ګرانه ده، چې د بدلون اړوند هر څه له ځان سره یاداښت او ریکارډ کړو، خو دا کار ضرور دی. هڅه وکړئ، د ژوند لوې او واړه تغیرات مو له ځان سره ثبت کړئ.

د بدلون د هغه موخو په اړه، چې تاسې له وړاندې ټاکلي، خپلې ټولې وړې او لوې لاس ته راوړنې له ځان سره ریکارډ کړئ.

دا کار ځینې وخت ستړی کوونکی او ناهیلی کوونکی تمامیږي. په ځانګړي ډول، هغه وخت کله، چې موږ فکر کوو، چې ګنې لا هم د بدلون په لور ډیر مزل پاتې دی؛ خو په حقیقت کې دا کار موږ سره مرسته کوي، چې خپلو موخو ته په اسانۍ ورسیږو.

دریمه مرحله په همدې ټینګار کوي، چې د بدلون په لور د سفر له پیله تر پایه هره شیبه او هر فعالیت له ځان سره یاداښت کړئ او له ځان سره حساب کتاب وکړئ.

۴ـ له ناکامیو يې زده کړئ.

که ریښتیا ووایم، ما په خپل ژوند کې ډير ستر مثبت تغیرات هغه وخت راوستل، چې پاتې راغلم. زه هغه وخت کامیاب شوم، چې ناکام شوم. ماته زما ناکامیو نوی درس راکړ او هر ځل يې دا انرژي راکړه، چې زه یو ځل بیا هڅه وکړم او یوه نوې لاره وازمایم. هر ځل چې ما د بدلون هڅه کړې، زه لویدلی یم؛ خو زه هر ځل بیرته پورته شوی، پرمختګ مې کړې او له پخوا ښه شوی یم.

تاسې هم هڅه وکړئ، چې نوې او لوی بدلونونه راوړئ. که تاسې تر اوسه نه يې ناکام شوي، هڅه وکړئ، چې د تغیر راوستلو اندازه او سکوپ مو پراخه او ننګونکی کړئ.

۵ـ سینګارول او تکرارول:

وروستۍ مرحله داده، چې که تاسې آن د بدلون راوستلو موخې ته رسیدلي هم وئ، مه هیروئ، چې یو ځل بیا شاته وګورئ او پورته څلور مرحلې له نظره تیرې کړئ.

– ایا ما همدا بدلون غوښته؟!

– ایا په سمه لاره تر دې ځایه رارسیدلای یم؟

– ایا زه سم کار کوم او په سمه روان یم؟

دا او نورې پوښتنې له ځانه وکړئ او خپل مزل وارزوئ. دا مرحله تر ټولو سخته ځکه ده، چې تاسې خپل ځان تر تنقید لاندې نیسئ.

وارزوئ، چې ایا څومره مو له لومړۍ مرحلې تر وروستۍ مرحلې بدلون کړی. څومره سم دی، څومره ناسم دی. څومره کار ته نور ضرورت دی؟ چیرته کمی زیاتی دی.

دا ټول تاسې سره مرسته کوي، چې ښه ژوند او غوره شخصیت ولرئ.