پنجشنبه , 28 مارچ 2024

د ښوونکو د معاشونو لوړولو طرحه ولسمشر ته لېږل شوې ده

پوهنې وزارت یو ځل بیا په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د ښوونکو د معاشونو لوړولو طرحه یې ولسمشر ته لېږلې ده.

د پوهنې وزارت وايي، په دې وروستیو کې د هېواد په ګوټ ګوټ کې ښوونکو د معاشونو له کموالي شکایت کړی دی، چې له همدې امله دوی د معاشونو د لوړلو طرحه ولسمشر غني ته استولې ده او د همدې روان کال په اوږدو کې به د ښوونکو په معاشونو کې زیاتوالی راشي.

د سرچینې په خبره د طرحې له مخې د ۱۲ام پاس ښوونکي په معاش کې ۵۰۰ او د څوارلسم پاس ښوونکي په معاش کې ۱۰۰۰ افغانۍ ډېروالی راځي.

پوهنې وزارت همدا راز ویلي چې ددې تر څنګ به هر ښوونکي ته د ورځې اتیا افغانۍ د تګ راتګ کرایه هم ورکړل شي.