پنجشنبه , 25 اپریل 2024

د ښوونکي مقام

ښوونکي په انساني ټولنه کې د لوی مقام خاوند دی او د هغې سپېڅلې دندې ویاړ پر غاړه لري چې د هغه پر بنسټ یوه علم پاله، منوره او ښکلې ټولنه رامنځته کیږی.

د ښوونکي په هکله د بېلابېلو نظریاتو خاوندان مثبتې نظریې لري چې د ښوونکي مقام یې ستایلی دی. خو د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) د ښوونکي د مقام په هکله فرمایي: ( انما بعثت معلماً) چې ژباړه یې داسې ده: ( په تحقیق سره زه ښوونکي را لیږل شوی یم).

په دې توګه آنحضرت (ص) نه یوازې د ښوونکي د مقام درناوی کوي بلکې پخپله یې هم ځان د ستر پروردګار له لوري هغه ښوونکي معرفی کړی دی چې انسانانو ته یې له ظلمت او تیارو څخه د الهی رڼایۍ او د اسلام د نجات بښونکی دین په لوري لارښوونه کړې ده او په ټوله نړۍ یې له ختیځ څخه تر لودیځ او له شمال څخه تر جنوب پورې د رڼا وریښمینې وړانګې د نیکمرغۍ په ارشاداتو کې شیندلې دی.

د ښوونکي دنده له دې کبله ډیره مهمه او له ویاړونو څخه ډکه ده چې د هغه اړیکه مخامخ د انسانانو له روزلو سره تړاو لري او د ټولنې هغه رنځونه تداوی کوي چې د انسانانو روزنه او مغزونه یې تر حملې لاندې راوستلې وی ځکه چې د انسانی ژوند هر راز بریاوې په پوهنه پورې تړلې دی.

له همدې کبله ښوونکي ته زیاتره وخت د ټولنې روغیتاپال یا ډاکتر، د  ټولنیزو رنځونو رغونکي،د وړانګو نوښتګر او د بشریت په منځکې د پلوشو لوبغاړی هم ویل کیږي.

د ښوونکي ټوله شپه او ورځ له خپلې سپیڅلې دندې سره یو ځای په مصروفیت کې تېرېږي په داسې ډول چې په درسی ساعتونو کې خپلې دندې ته حاضر او د تدریس په چارو لګیا وی او له رسمی څخه د فراغت یا رخصتۍ پر مهال د خپلې راتلونکې ورځې د تدریس پروګرامونه جوړوی، مضمونونه ګوری او راتلونکي لوست ته چمتوالی نیسی. نو معلومېږی چې ښوونکي په خپله شپه او ورځ کې ډېر کم وخت استراحت او کورنیو چارو ته بېلوي.

کاپی…