د ښو اخلاقو د لاسته راوړلو ګټورې لارې

ژباړه: انــــدیال صــافی

پدې کې هیڅ شک نشته چې په بشري طبيعت باندې تر ټولو ستونزمن کار د هغو اخلاقو بدلول دي چې له پيدايښته ورسره مل وي، خو دا کار ناشونی نه دی بلکې ډېرې بې شمېره لارې او اسباب شته چې انسان د هغه په وسيله کولی شي تر څو ښه اخلاق ترلاسه کړي.

چې ځېنې يې په لاندې ډول دي:

(۱) د خلکو د عيبونو له پلټلو ځان ساتل:

د خلکو په عزت او ابرو کې خبرې کول او عيبونه يې پلټل د دښمنۍ لامل ګرځي، زړه په تشويش کې اچوي اخلاق پخپله ورسره بدليږي، دا کار ددې سبب کيږي چې نور خلک بيا ددغه کس د نيمګړتياوو پلټنه او څېړنه پېل کړي.

يو شاعر وايي:

من دعا الناس إلى ذمه … ذموه بالحق وبالباطل

ژباړه: چا چې خلک د خپل ځان بدۍ بيانولو ته راوبلل نو په حق او باطله سره به دده بدي بيان کړي.

يو ې بانډچۍ ښځې خپل زوی ته د نصيحت په وخت کې وويل:”ځان د خلکو عيبونو ته مه وړاندې کوه، ځکه بیا به دخلکو لپاره نښه وګرځې، او حتمي ده چې د زياتو غشو سره نښه ثابته پاتې کيدی نشي، کله چې غشی پر نښه لګيږي نو نښه سستوي که څه هم ډېره پياوړې ولې نه وي”.

احنف – رضی الله عنه- وايي:” من أسرع إلی الناس فيما يکرهون قالوا فيه ما لايعلمون”.

ژباړه: څوک چې د خلکو هغه کارونو ته په تلوار وروړاندې شی چې خلک يې بد ګڼي نو دده په اړه به هغه څه ووايي چې هیڅ علم پری نه لري.

(۲) د بدۍ او زيان هيرول:

هغه دا معنی چې ته هغه زيان هېر کړې چې تاته يې رسولی، خپل زړه ورته پاک کړې او د هغه له لوري تشويش نکوې.

څوک چې د ورونو او ملګرو بدي وايي دوستي يې رښتيني نه پاتې کيږي، او د هغوی سره يې ژوند په خوښۍ نه تېريږي نو د خپل توان په اندازه د نورو بدۍ هېرې کړه.

(۳) د خپلو ښېګڼو هېرول او د خلکو سره نيکي کول:

دا لوړه مرتبه او ستر منزلت دی چې ته خپله نيکي هېره کړې او داسې وګڼې چې تا له هغوی سره هيڅ نه دي کړي.

که څوک غواړي چې د ډېرو ښو اخلاقو خاوند شي نو خپلې تېرې ښېګڼې دې هېرې کړي تر څو په خلکو باندې د لويۍ کولو څخه وژغورل شي او له دې لارې نورو لوړو او غوره خويونو ته د رسېدنې لپاره ځان جوګه کړي.

ابن المقفع وايي:” که تا له چا سره احسان کړی وي نو هغه په وژلو سره ژوندی کړه او په کم ګڼلو سره هغه لوی کړه، او لږ هم د منت په لور مه ګرځه چې ته ووايې: زه خو يې نه يادوم او نه يادونکي ته غوږ نيسم خو دا کار هم ځينې هغه څه ژوندي کوي چې د عقل او کرم سره نه ښايي.

بلکې له دې کاره ځان وساته، ځکه زياتی او خلکو ته لاس غځونه نيکي ړنګوي او ښېګڼه له مينځه وړي”.

(۴) ورسپارل شوی مسولیت په ښه توګه سرته رسول:

انسان بايد ورسپارل شوی کار په ښه توګه سرته ورسوي، تر څو له بدو خبرو، عذر وړاندی کولو او د ذلت څخه وژغورل شي.

(۵) د خپلې خطايۍ منل او هغې ته د روا والي له رنګ ورکولو څخه ځان ساتل:

دا کار د ښو اخلاقو او لوړ همت نښه ده، انسان د دروغ ويلو څخه پري سالم پاتې کيږي او مرتبه یې پري لوړیږي.

(۶) عفت (پاک لمنې):

عفت انسان له ناوړه کارونو او خبرو ساتي ، حيا ته یې رابلي چې د هر خير او نيکۍ اساس دی، انسان له بې حيايۍ، بخل، دروغو، غيبت او چغلۍ څخه منع کوي.

(۷) شجاعت او مېړانه:

شجاعت د انسان نفس عزتمند کوي ، سرلوړۍ او ښو خویونو درلودلو ته يې اړ باسي، سخاوت او کرم ته يې راکاږي کوم چې د نفس مېړانه ده (ځکه هغه د خوښو او محبوبو شيانو ورکول او د لاسه ويستل دي).

دغه راز انسان غوسې تېرولو او صبر کولو ته اړ باسی ځکه چې انسان د خپل نفسي شجاعت په ځواک د نفس د سرکشۍ رسۍ په لاس کې نيسي او هغه د تلوار، تېزۍ او سرغړنې مخه نيسي.

(۸)عدل:

عدالت انسان سمو او برابر اخلاقو ته رابولي کوم چې د افراط او تفريط تر مينځ وي، انسان داسې سخا ته اړ باسي چې د اسراف او بخل تر مينځ وي ، داسې تواضع او خاکسارۍ ته يې راکاږي چې د ذلت او (بې ادبۍ) تر مينځ وي، د داسې شجاعت په لور يې بيا يي چې د بې زړه توب او تهور ( هغه مېړانه چې سړی هلاکت ته غورځوي) تر مينځ وي، داسی حوصله ورښایه چې د غوسی او نفسی سپکاوی ترمینځ وي.

(۹) حوصله او صبر:

حوصله او صبر د لوړو اخلاقو له جملې څخه دی چې د هوښيارو خلکو لپاره زيات مناسب دی، ځکه چې په حوصله کې د ابرو ساتنې، جسمي راحت، او ښې ستاينې اسباب دي.

د حوصلی معنی د قهر او غوسې د هيجان او راپارېدلو په وخت کې د نفس واګې په لاس کې نيول دي.

د حوصلې او صبر معنی دا نه ده چې حوصله ناک انسان دې بيخي غوسه کيږي نه، بلکې کله چې د غوسې راپارونې اسباب موجود شی، نو پخپل ذکاوت سره نفس کنترول کړي او په خپله حوصله دې د غوسې راپارونې اور مړ کړي.

چې کله يو انسان د حوصلې څښتن شي مينه وال يې زياتيږي ، کينه ګر يې ختم شي او مقام يې اوچت شي.

په راتلونکو جملو کې به انشاء الله د حوصلې او صبر ځينې نښې روښانه شي.

(۱۰) د الله تعالی څخه د ثواب غوښتنه:

دا کار هغه ستر لامل دی چې د ښو اخلاقو په ترلاسه کولو کې مرسته کوي ، بلکې د انسان سره په صبر، کوښښ او د نورو خلکو په ضرر ګاللو کې مرسته کوي.

کله چې انسان په دې باوري شي چې الله تعالی د ښو اخلاقو په درلودلو بدله ورکوي نو همدا يې د ښو اخلاقو خپلولو ته اړ باسي او په دغه لار کې ورپېښې ستونزې ورته اسانوي.

(۱۱) يو بل ته په ښو اخلاقو وصيت کول:

دا کار د ښو کارونو په خپرولو، د ناوړه اخلاقو څخه په ويرولو او هغه چاته چې ناوړه اخلاق ولري په نصيحت کولو او د ښو اخلاقو د خاوندانو په تشويقولو سرته رسيږي.

ځکه چې ښه اخلاق له حق څخه شمېرل کيږي او الله تعالی فرمايلي دي:(( وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ)). العصر: ٣

ژباړه: هغه کسان چې يو بل ته په حق وصیت او د صبر ښوونه کوي (په زيان او تاوان کې نه دی).

 

(۱۲) خلک د ځان لپاره هینداره (آئينه) ګرځول:

انسان لپاره ددې کار عملي کول او پېلول غوره دي، له هغه کار، وينا او اخلاقو څخه دی ځان وساتي چې په خلکو کې يې بد ګڼي او ترې تښتي او هغه کار دی ترسره کړي چې خلک ورته پری ښه ښکاري.

يو شاعر وايي:

إذا أعجبتك خصال امرئ …. ..فكنه تكن مثل ما يعجبك

فليس على المجد والمكرمات …. إذا جئتها حاجب يحجبك

ژباړه: کله چې د يو سړي خويونه او اخلاق ستا خوښ شي نو د هغه چا پشان شه چې ته يې په تعجب کې اچولی يې او کله چې ته د عزت او کمال خويونه پېل کړې نو داسې څوک نشته چې تا له هغه نه منع کړي.

(۱۳) د عزت شرافت او سړیتوب د خاوندانو سره ناسته ولاړه:

کله چې انسان له دغسې کسانو سره ناسته ولاړه پېل کړي که څه هم پرلپسې نه وي نو بيا هم اخلاق يې ورباندې تأثير کوي او له اخلاقو څخه يې اقتباس کوي.

احنف بن قيس وايي: “مونږ به قيس بن عاصم ته ورتلو دهغه څخه به مو د حوصلی او صبر داسی زده کړه کوله لکه څنګه چې به مو فقه يادوله”.

لازمه نه ده چې انسان دی د هغو کسانو سره ناسته ولاړه کوي چې د علم خاوندان وي بلکې په عامو خلکو کې هم د غوره خويونو خاوندان پيدا کيږي.

ابن حزم رحمه الله فرمايي:”ما د عوامو په مينځ کې داسې ميانه رو، معتدل او د ښو اخلاقو خاوندان وليدل چې هغه ته عالم، حاکم او نفس ته تمرین ورکونکی اشخاص نشي رسېدای خو دغسې کسان ‌ډېر کم دي).

(۱۴) همېش د نبي عليه السلام سيرت(ژوند لیک) ته کتل:

نبوي سيرت خپلو لوستونکو ته د انساني ژوند يو ستر انځور مخې ته ږدي او په بشري ژوند کې ورته پوره لارښوونه او اخلاق وړاندې کوي.

ابن حزم رحمه الله فرمايي:” څوک چې د اخرت د خير، پوهې، د خپل سيرت د سمون، د ښو اخلاقو په ټولو ښېګڼو عبور او د فضيلت د لاس ته راوړلو اراده لري نو هغه دې د نبي عليه السلام پېروي وکړي او د خپل توان په اندازه دې د هغه اخلاق او سيرت خپل کړي.

الله تعالی دی دخپلې لورینې له مخی مونږ سره هغه دسیرت په خپلولو کې مرسته وکړي”.

(۱۵)د صحابه کرامو سيرت لوستل:

صحابه د لارښوونې لويې نښې او د تيارو د له مينځه وړلو څراغونه دي ، صحابه هغه کسان دي چې د نبي عليه السلام نه يې هدايت، خويونه او اخلاق په ميراث کې وړي نو د هغوی د ژوند نه ځان خبرول انسان ښې لارې ته رابولي.

(۱۶) د شرافت او فضيلت د خاوندانو د سيرت لوستل:

د شرافت او فضيلت د خاوندانو د سيرت لوستل د لوړو اخلاقو هوډ په حرکت راولي، ځکه چې د هغوی ژوند د لوستونکي مخې ته تمثيليږي او د سيرت خپلولو الهام ترې اخلي.

ډېر ځله خلک د يو غوره سړي د کيسې د لوستلو او د هغه څخه د يوې پېښې د اورېدلو له کبله غوره اخلاقو ته هڅېدلی.

**********

مأخذ: ښو اخلاقو د لاسته راوړلو ګټورې لارې ليكوال : محمد بن إبراهيم الحمد