د کائناتو په تخلیق کې د الله د یو والي ثبوت

لیکنه : محمد غوث (نوري)

د رب د لازواله او تل پاتې وینا پر مټ انسان هغه ضعیفه مخلوق دی چې، په کمزورتیا یې الهي کلام اقرار او تصدیق کوي. دغه ضعف ممکن څو جانبه وي، خو لدې خالیګاه بچ کیدونکي هیڅ امکان نلري، بیا هم د کائناتو په لایتناهي نظام کې بعضې د بعضې نورو تابع شوي، د دغه متابعت او مننې صلاحیت ځینو ته الهي تحفه ګڼل کېږي، خو کله کله يې ځینې د شخصي اغراضو په موخه د تسلیمیدلو حق نه مني، هغوی هم د رب تر تعقیب لاندې دي چې، پدغه پاک او نه ختمیدونکي نظام کې له ټاکل شویو حدودو تجاوز او سر غړونه کوي، او هغوی هم د رب تر څارنې لاندې خپل ژوند ته دوام ورکوي چې، د دغو اصولو مراعتول الهي مکافات (اجر او ثواب) ګڼي په هر حال د مخلوقاتو په ژوند کې د دوی تر منځ ټکراو د دوی د فعل نتیجه ده، او پدې برخه کې د پوره واک او صلاحیت ډاډ ورکړل شوی، تر څو د مجازاتو او یا هم د مکافاتو پر لور رهي شي. خو که د کائناتو په تخلیق او پیدایښت کې فکر د انسان له رامنځته کيدو پیل شي، څاڅکی اوبه، بیا وینه، د غوښې ټوټه، بیا د یو منظم انسان شکل، لدې وروسته یې زیږون آن د ژوند بېلا بېلې مرحلې، ماشومتوب، ځواني، زړښت عجیبه دي، نا اشنا دي. د غه پروسه پرمخ وړل، دغه مراحل انجامول بې مثاله اراده، علم او پوره قدرت غواړي، که دلته د واک سلبول یا ضعف را منځته کیدل ممکن شي، نو په شنه او زرغون سپرلي کې د یخ ژمي راتلل هم ممکن کیدای شي. د موسمونو د تکرار تر څنګ د مخلوقاتو د هرې طبقې په رامنځته کیدو کې ټکان هم ممکن کیدای شي، چې دا ټول د رب د یووالي مخنیوي ته یو ستر دلیل جوړیدای شي، خو موږ یې له خپله ځانه پیلوو، کورنۍ، کلی، ټولنه، ولسونه، هیواد، هیوادونه، براعظم او دنیا ته د خپل فکر ریښې د عقل په مټ غزوو، د مخلوقاتو په منسجم او منظم کولو کې الهي انصاف او عدل ته متوجه کېږو، د حیوان ناطق او حیوان غیرناطق تر منځ د اړیکو په شتون او نه شتون کې د رب څرګندونې ګورو. د موسمونو په تغیر او تبدیل کې د زمان او مکان د ټکر ځای پر ځای والي د حدودو مراعتول، د شپو او ورځو د پرلپسې والي کنټرول دا ټول د هغه ذات چې، احد، صمد او کفوه نلري په واک او صلاحیت پورې تړلي دي، د تل پاتي ژوند لپاره یې په خپله نا اشنا تد بیر سره قوانین وضعه کړي، شته نیشت کول او نیشت شته کول یې پر خپل قدرت پورې تړلي د حقیقي او مجازي دنیا په تړاو یې له وړاندې خبر کړي یو، خو بیا یې هم له ډېری اوامرو ځان غافله کوو، ځان او نورو ته دوکه ورکوو، هغه داسې چې ځانونه تل پاتي او ژوندي سرمایه داران بولو، خو په حقیقت کې دا هرڅه افواهات دي او په ورځ د حشر به د رب پر وړاندې هر یو هغه ته  ملامته او مسؤل وو خو وخت به تېر وي.