د کابل پولیس وايي، چې نن سهار شاوخوا لس بجې یو شمیر وسله وال د کابل ښار په پنځمه امنیتي حوزه کې یوې نیم کاره ودانۍ ته دننه شوي او له هغه ځای څخه یې د ملي امنیت پر یو روزنیز مرکز ډزې پیل کړې دي.
د کابل د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتو سلاکار حشمت ستانکزی وايي، چې امنیتي ځواکونه سیمې ته رسیدلي دي، د هغه پر وینا سیمه د پولیسو له خوا کلابند شوې ده.
په دې اړه جزئیات وروسته وړاندې کیږي.