پنجشنبه , 25 اپریل 2024

د کابل په ګډون د یوشمېر ولایتونو په امنیتي وضیعت یې خبرې کړي

د ملي امنیت شورا څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمد الله محب د امنیتي سکتور له مشر تابه او غړو سره لیدنه وکړه.

خبر پاڼه زیاتوي چې پدې لیدنه کې ګډونوالو په هېواد کې وروستي عملیات بریالي بللي او ویلي دي، چې ددغو عملیاتو پر مهال دښمن ته سخت زیانونه اوښتي دي.

په خبر پاڼه کې راغلي چې، په دغه لیدنه کې د ملي امنیتي سلاکار حمد الله محب له امنیتي ارګانونو غوښتنه وکړه چې، ددښمن د هغو فعالیتونو مخه دې ونیسي چې، له امله یې بېګناه هېواد وال وژل کیږي.