د کار اړوند سټریس او اضطراب څه دی او څنګه یې راکم کړئ؟

 

که چا یوه ساده او کوچنۍ دنده هم مخ ته وړې وي؛ نو حتماٌ به کم تر کمه یو ځل د کار د فشار او سټریس سره مخ شوی وي. هر کار، هره دنده او هر مسؤلیت په انسان د فشار راوړلو او سټریس ورکولو عناصر لري. ستاسې دنده به تاسې ته په زړه پورې وي؛ ستا به خوښیږي؛ خو ضرب الاجل او د کار د تمامولو ورستی مهلت خپه کوونکی او له سټریس څخه ډک او ننګوونکی وي.

که د کار پر مهال سټریس، اضطراب او فشار درباندې لنډ مهالی وي، پروا نه لري؛ خو که دا ستونزه دوامداره شي، نو د اندیښنې وړ ده. د کار سټریس او فشار د انسان احساسات وژني او په روحي او فزیکي ډول يې کمزوری کوي.

د امریکا د ارواپوهنې ټولنې موندنې ښيي، چې په ۲۰۱۲ کال کې ۶۵ سلنه امریکان په خپل کار کې له سټریس او اضطراب سره مخ وه. ۳۷ سلنه امریکان بیا په دې پوهیدل، چې څنګه خپل کاري سټریس او فشار تر کنټرول لاندې راولي.

په ۲۰۱۳ کال د امریکا د ارواپوهنې ادارې اړوند یوې ډلې وموندله، چې په امریکا کې هر دریم کس په کار کې د سټریس او فشار سره مخ دی. ۳۶ سلنه کارکوونکي بیا وايي، چې ادارې يې ورته د سټریس او فشار سره د مبارزې لارې چارې برابرې کړې دي.

تاسې په ټولیز ډول د کار د سټریس او فشار مخه نه شۍ نیولای؛ خو د هغې کنټرول او مدیرت کولای شئ

ولې د کار اړوند سټریس او فشار پیدا کیږي؟!

 

د دندې پرمهال سټریس او فشار یوه عامه ستونزه ده. مګر د کاري سټریس او فشار د پیښدو ځینې څرګند لاملونه هم شته. موږ يې دلته يې یو څو در په ګوته کوو:

کم معاش

زیات او دروند کار

په دنده کې د پرموشن او پرمختګ پیکه موقع

خسته کن او اسانه کار

د ټولنیز ملاتړ نشتوالی

په سپارل شوې دنده کې د تصمیم نیونې پوره صلاحیت نه درودل

لانجمن فعالیت

د وظایفو د واضح لایحې نشتوالی

د دندې اړوند سټریس (اضطراب) تاثیرات:

د بدبخته، چې د کار اړوند سټریس، اضطراب او فشار له دفتره کور ته په تلو نه ختمیږي؛ بلکې دا فشار تاسره هرځای مل وي. که د دندې اړوند سټریس مو دومدار شي، نو ستاسې د ژوند ټولې برخې ګډوډوي او ان د انسان په عمومي روغتیا هم تاثیر لري.

له فشار او اضطراب څخه ډک کاري چاپیریال په لنډ مهال کې ځینې کوچنۍ ستونزې – سردرد، د معدې درد، د خوب غیرې منظموالی، کم حوصلګي، او په ستونزو تمرکز – زیږوي. اما اوږد مهالی او دومدار سټریس او د کار فشار پریشاني، بي خوبي، او د وینې لوړ فشار پیدا کوي. د بدن معافیتي سیستم هم کمزوری کوي. دومدار کاري فشار او سټریس د ژور خپګان، چاغوالي او زړه ناروغۍ هم پیدا کوي.

خو پوښتنه داده، چې څنګه د کار اړوند سټریس او فشار سره مبارزه وکړو؟!

 

ځینو خلکو ناسمه او تاواني لاره نیولې ده. دوې اکثره ډیر کار کوي؛ یا ډیر خواړه او انرژي خوري؛ سګریت څکوي او یا هم دارو درمل او الکول څښي. دا د کار اړوند سټریس سره د مبارزې تر ټولو ناسمه او بې ګټه لاره ده.

ښه نو؛ د کار اړوند سټریس او فشار څنګه کنټرول کړو او څنګه يې ښه مدیرت کړږ؟!

ځینې لارې چارې شته، چې تاسې سره مرسته کوي، څو سټریس او کاري فشار پرې کنټرول کړئ:

۱ـ له څه زوریږئ؟!

د سټریس او کار اړوند فشار د کنټرول لپاره ستاسې لومړی اقدام باید د سټریس زیږونکي عناصر په ګوته کړئ. له څه شي زوریږئ؟ له کومو حالاتو رنځ وړئ؟! څوک درته ټینش او سټریس جوړوي؟!

دا ټول په یو ژورنال او یا هم خپله کتابچه (ډایري) کې ولیکئ. دا کار یو دوه اوونۍ مسلسل تکرار کړئ. ولیکئ، چې کوم حالاتونه تاته ډیر سټریس درکوي؛ او تاسې بیا د هغه حالت په وړاندې څه ډول غبرګون غوره کوې؟!

د حالت په تړاو خپل فکر، احساسات، معلومات، خلک، فزیکي جوړښت او په وړاندې يې خپل غبرګون ټول ولیکئ!

څه دې وکړل؟! غږ دې پورته کړ؟! چغې وهل دې پیل کړل؟! له یخچال دې ځان ته څه راوخیستل؟! چای دې راوغوښت؟! قدم وهل دې پیل کړل؟! …

ستا یاداښت به تاسره د سټریس زیږونکي یا فشار واردونکي حالت او په وړاندې ستا د غبرګون په تشخیص او تشکل کې مرسته وکړي.

۲ـ سټریس سره د مقابلې صحي او ګټوره لاره ولټوئ.

کله چې د سټریس سره مخ کیږئ، نشه مه کوئ؛ غیرې صحې خواړه مه خورئ. دا تاسې نور هم خرابوي؛ بلکې یوه اغیزمنه او ګټوره لاره ولټوئ.

 

تمرین د سټریس سره د مقابلې تر ټولو غوره لاره ده. د فزیکي تمرین هر ډول چې وي، د سټریس د کنټرول لپاره خورا ګټور دی.

د خپلې خوښې کار لپاره هم وخت بیل کړئ. ستاسې د خوښې کار چې هر څه وي؛ ممکن ناول لوستل وي؛ ممکن فلم لیدل وي؛ شاید کورنۍ غړو سره لوبې وي؛ کوم ګیم وي؛ هر څه چې وي، خو هر هغه څه چې تا ته خوښښي بښي، وخت ورته بیل کړه.

مناسب او منظم خوب هم د سټریس او کار اړوند فشار په کنټرول کې اساسي رول لري. د شپې په ناوخته کې کافین لرونکي مشروبات مه څښه. د شپې له مخې د کمپیوټر او ټلویزون استعمال هم تر ډيره حده راکم کړه. دا ټول د سټریس او اضطراب په کنټرول کې کلیدي نقش لري.

۳ـ حدودات وټاکئ.

په نننۍ ډيجټلي نړۍ کې انسان ۲۴ ساعته د کار تر شاه وي. یعنې که ووایم ګرځنده دفتر وي. اکثره وخت خپل کارونه جمعه کوي او کور ته، یا يې خپلې خونې ته وړي. داسې مه کوئ. ځان ته ځینې حدودات وټاکئ. د کاري او شخصي ژوند ترمینځ مو ځینې پولې وساتئ. د مثال په ډول له رسمي وخت وروسته، خپل ایمیل مه خلاصوئ. د ماښام د ډوډۍ پر مهال خپل ټیلفون مه ځوابوئ.

خلک بیلابیل عادتونه لري. هر څوک د خپلې خوښې سره مخکې ځي. خو کوښښ وکړئ، چې دفتري او شخصي ژوند سره ګډ نه کړئ. دا د سټریس او اضطراب په کنټرول تاسې سره تر ډیره حده مرسته کولای شي.

۴ـ رخصت او تفریح وکړئ.

د اوږدمهال او دومدار سټریس او کاري اندیښنې سره د مبارزې یوه لاره دا هم ده، چې څه وخت رخصت واخلئ او ځان مو تازه کړئ. له کار څخه رخصت داسې واخلئ، چې په رخصتۍ کې هیڅ دفتري کار ونه کړئ؛ آن په اړه يې فکر هم مه کوئ. رخصتي مو په سیند مه لاهو کوئ؛ ځان پکې تازه کړئ. استراحت وکړئ او بیرته خپل کار ته منظم او خوشاله راستانه شئ.

که د رخصت امکان نه وي، نو بیا د څه وخت لپاره خپل موبایل بند کړئ او خپل فکر او ځان له کاره واړوئ او په کوم بل څه ځان بوخت کړئ.

۵ـ استراحت کول ذده کړئ.

استراحت ځینې خاص تکتیکونه لري. لکه میډیټشن (د فکري تمرکز یو ډول تمرین دی)، ژوره ساه اخیستنه، او ماینډفول نیس (له قضاوت پرته تجربې او فکر له مخې تیرول). دا د سټریس په کمولو کې مرسته کوي.

هره ورځ د څو دقیقو لپاره په ورته یو فعالیت ځان بوخت کړ. د بیلګې په ډول، څو دقیقې قدم ووهه، ژوره ساه واخله، او یا هم یو څه خواړه په مزه وخوره.

په یوه وخت کې په یو کار تمرکز کوئ. په یو وخت کې ډير کارونه مه کوئ. په واحد وخت کې په واحد فعالیت تمرکز، د ژوند په ډیرو برخو کې ګټور تمامیږي. له دې سټریس او اندیښنه په لوړه کچه کمیږي.

۶ـ خپل څارونکي سره خبرې وکړئ.

په سټه روغ او جوړ کارکوونکي معمولآ د ادرې لپاره ډیر کار کولای شي. همدا لامل دی، چې مدیران تل د خپلو همکارانو خوشالي او صحت غواړي.

له خپل مشر سره ازادې خبرې وکړئ. دا په دې مانا نه ده، چې تاسې د شکایت ګوډی اوسئ؛ بلکې ددې ګټه داده، چې تاسې د خپل سټریس او اضطراب لاملونه خپل مشر ته په ګوته کوئ، او په ګډه يې د کنټرول او مدیرت لپاره د موثر پلان سره راځئ.

دا کار تاسې سره د وخت په مدیریت، د سرچینو په برابرولو، د دندې په مشخصولو او د صلاحیتونو په ویش کې هم مهم رول لري.

د کار اړوند مسایلو په اړه د خپل څارګر سره خپلې ستونزې شریکول، د سټریس او کاري فشار په کمولواو کنټرول کې مهم رول لري.

۷ـ ملاتړ تر لاسه کړئ.

له خپلو نژدې دوستانو او د کورنۍ له غړو څخه مرسته او مشوره واخلئ. دوې د سټریس په کنټرول کې بې له شکه چې مرسته درسره کولای شي.

اداره ممکن د کارکوونکو د مرستې پروګرام ولري؛ تاسې یو ارواپوه ته واستوي. یا مو په کومه مشخصه برخه کې کوم مشوره وروکونکي ته ولیږي.

دا ټول تاسې سره د کار اړوند سټریس او فشار په کنټرول کې پوره مرسته کوي.

کاپی خبرپاڼه