Rooster Standing on a Post

د کانت او چرګ کیسه

حامد افغان

د مشهور الماني فلسفي “کانت” د کار ځای خواته د یوه ګاونډي کور و، د هغه یو چرګ به په بام ګرځیدی او اذانونه به یې کول، کانت سخت ورسره تکلیف و، د ده فکر یې ګډوډ کړی او له شوره یې دوو سپوږمو ته راغلی و. یو سهار یې خپل خادم ته وویل: نن دې ګاونډي ته ورشه، چې په هر څو وي هغه چرګ یې ورنه واخله حلال یې کړه او ماښام ته یې تیار کړه، کانت د ماښام ډوډۍ ته خپل یو ملګري هم را وغوښت.

کانت او ملګري یې دواړه د ډوډۍ په انتظار په خبرو بوخت وو، او ملګري ته یې د چرګ کیسه راونښلوله، چې ډېر یې تکلیف کړی او له کاره یې ايستلی و، او اخیر یې د هغه د اخیستلو خبره خادم ته وکړه او دا چې همدا اوس یې هغه چرګ تیار کړی دی، او نن چې چرګ نشته نو ورځ یې ارامه او خوشاله تیره کړه، او د چرګ له شور او زوږ نه په امان کې شو. کله یې چې خادم ډوډۍ راوړه کانت ته یې په عذر سره وویل: وبښئ دا چرګ مې له بازار نه راوړی هغه ګاونډي خپل چرګ نه خرڅاوه!

د کانت او چرګ کیسه ډېره دلچسپه ده، د کوم چرګ له لاسه چې ده شکایتونه کول د هغه چرګ په شتون کې یې ولې خپل ملګري ته د هغه له وهمي اخیستلو وروسته د ارام کیسه کوله؟! ځکه کانت د څه وخت له پاره خپل فکر بدل کړ، او د فکر تبديلي دومره ګټه وکړه چې د چرګ له اذانونو او شور سره یې د ارام احساس کاوه. موږ هغه وخت نېکمرغي ترلاسه کولی شو چې له وخت او چاپیریال سره برابر فکر تیار کړو، نېکمرغي او بدمرغي زموږ د فکرونو زیږنده ده، له باندنيو اسبابو او عواملو نه به موږ د خپل فکر په ځواک نېکمرغي ترلاسه کوو او له بدمرغي به یې ځان ژغورولو.

موږ چې کور کې ویده یو د کور خواته مو موټر تیر شي د موټر غرهار او شور مو راويښ کړي، خو ډېر ځله داسې پېښېږي چې د سفر په مهال په همدې موټرو کې سپاره یو او خوبونه کوو، دا ځکه چې په کور کې د ارامې فضا په فکر ویده شوي یو نو د شور په رامنځته کیدو مو د فکر خلاف حالت رامنځته شي او په موټر کې په فکري لحاظ د هغه د غرهار او شور په منلو سره خوب ته پناه وړو او خوب کولی شو. نو پایله داشوه چې زموږ پخپلو فکرونو پوري د ژوند نېکمرغي او بدمرغي دواړه تړلې دي.