په چین کې په يوه ترسره شوي تحقیق کې کارپیژاندو دغه خبره معلومه کړې ده، چې د کب او چرګ په شمول هغه ټول خوراکي شیان چې پروټین پکښې زیات وي، د فلج ناروغۍ پرضد یو ډال کیدلای شي.
دچین د نانجنګ پوهنتون محققانو ویلي دي چې هره ورځ ۲۰ ګرامه دچرګ یا کب غوښې خوړل د فلج په شان خطرناکې ناروغۍ تر ۲۰ فیصدو پورې کموي. په دغه تحقیق کښې معلومه شوې ده، چې د پروټینو داستعمال په خاطر د وینې د فشار بهیر کمیږي، چې له کبله يې د فلج ناروغۍ وېره په خپله کمیږي.
ليكوال: ډاکتر شاه محمود غزنوي