د کب ۲۷مه د خبریالانو له ملي ورځي سره برابره ده

خبریالان هغه څوک دي چې ولسونه له هېواد،سیمې او د نړۍ له مهمو خبرونو او تازه رامنځته شویو پېښو څخه په وخت خبروي، دوی وایي؛ له ګڼو ستونزو سره سره خپلو چارو ته دوام ورکوي.

دلته خبریالان خپل راتلونکي ته اندېښمن دي په هېواد کې ګڼ شمېر خبریالان دغه ملي ورځ په داسې حال کې نمانځي چې دوه ورځې وړاندې د ژورنالیستانو کورنۍ دوه تنه نامعلومه کسانو په ډزو وویشتل چې یو یې شهید شو او بل یې اوس هم په رغتون کې تر درملنې لاندي دی.

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ دفتر (نۍ) وایي، سږنی کال د خبریالانو لپاره یو خونړۍ کال او له حکومت څخه غواړي، چې په دې برخه کې د خبریالانو ژوند ته ځانګړي پاملرنه وکړي.

د کب ۲۷ مه د خبریالانو ملي ورځ ، دا ورځ په هېواد کې خبریانو داسې مهال ونماځله چې اوس هم له ګڼو ستونزو او ګواښونو سره مخ دي،خو دوی نه تسلمیدونکي خلک دي او خپل مسلک ته ژمن خلک دي.

دوی شپه او ورځ د حقایقو په لټه کې دي، پیښې تعقیبوي او حقایق تر ولسونو رسوي، باید یاده شي چې په همدې لړ کې زیات خبریالان قرباني هم شول.

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ دفتر «نی» وایي، سږنی میلادي کال د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی او له تاوتریخوالي ډک کال و چې ۲۱ خبریالان په‌کې وژل شوي دي.

ددې دفتر مشر مجیب خیلوتګر د خبریالانو پر وړاندې موجوده ستونزې د اندیښني وړ ګڼې او وایي که حکومت ورته پاملرنه ونه کړي نو ښایي راتلونکی کال هم د خبریالانو لپاره خونړی وي.

د خبریالانو په اړه مو د نور معلوماتو لپاره د افغانستان دملي ژورنالیستان اتحادي مشر محمد فهیم دشتي سره ټیلفونې اړېکه وکړه نوموړي د خبریالانو پر وړاندې موجوده ستونزو ته په اشارې وویل.

ارش ننګیال چې له ډېر کلونو راهیسي د خبریالۍ په برخه کې دنده پر مخ وړي د خبریالانو اوسنی ژوند یې د اندیښني وړ یاد کړ او وویل چې په هیواد کې خبریالان له نویو ګواښونو سره مخ دي.

محمد خاطر پردیس هم د ارش ننګیال خبرې تائیدوي او وایي چې اوس وخت کې خبریالان خپله ملي ورځ هم په ډار نمانځي نوموړی وایي چې حکومت د خبریالانو ژوند ته هیڅ ډول پاملرنه نه ده کړي او باید ورته پاملرنه وکړي.

د یادونې وړ ده چې له دې وروسته به دا ورځ هر کال د ژورنالیستانو دملي ورځي په پار نمانځل کیږي.