د کدو روغتيايي ګټې

کدو ډېر کټور سابه دي، هغه کسان چې د وینې غوړ او یا کلسټرول ولري بايد کدو ډېر وخوري.

کدو د بدن د تندرستیا لپاره ډېر اړينه ده.

په کدو کې داسې مواد موجود دي، چې د بدن وینه او ټول حجرات ورسره پرېمنځل کېږي.

په کدو کې زیاته اندازه پوټاشیم شتون لري.

کدو د بدن ضروري فلزات لکه کلسیم فوسفور سلفر او منګانیز لري.

په کدو کې په زیاته اندازه  vit A موجود دي.

کدو نور ویټامینونه لکه VitB  pop اوVitc هم لري.

په کدو کې کاربوهایدریټ په ډېره اندازه شته، او پروټیني مواد او غوړ پکې کم دی، خو برعکس د اوبو اندازه یې زیاته ده، په همدې اساس د بدن وزن نه زیاتوي او چاغښت نه پیدا کوي.

ژباړه : ډاکټر مجتبی عزیزیار