پنجشنبه , 25 اپریل 2024

د کرنې او مالدارۍ وزارت د قطره یي اوبه کولو ۴۲ شبکې جوړوي

کرنې او مالدارۍ وزارت دکرنیزو محصولاتو د زیاتوالي په موخه د ځمکو د قطره یي اوبه کولو ۴۲ شبکې جوړوي.

د یاد وزارت ویاند اکبر رستمي په وینا دغه ۴۲ شبکې به په کابل، هرات، ننګرهار او بغلان ولایتونوکې د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي په موخه جوړوي، چې روان لمریز کال کې به یې د جوړیدو چارې بشپړې شي.

بزګران بیا د کرنې او مالدارې وزارت له دغه اقدام نه هرکلی کوي او وایي چې دې سره به د دوي د اوبو ستونزه حل او حاصلات به یې زیات شي.