د کريتي او ورون دهون جنجال!

د هندي سېنما د وتلیو ستوریو تر منځ ډېر وخت جنجالونه راپورته کېږي، خو د دوی تر منځ عادي خبرې هم د ډېرو خلکو په خولو کې وي.

دا ځل د بالیووډ سېنما وتلې فلمي ستورې او ممثلې کریتي سانون خپل ملګري ورون دهون ته د دروغجن خطاب کړی دی.

دواړو چې له یوې هندي رسنۍ سره په یوې ځانګړې خپرونه کې خبرې کولې، ورون دهون زیاته کړې، سانون په دېوالي فلم کې د یوې سندرې لپاره تمرین نه و کړی، خو سانون یې په غبرګون کې ورته ویلي چې هغه دروغ وايي او دا خبره یې حقیقت نه‌ لري.

کریتي سانون زیاته کړې، ښه یې په یاد دي چې د دې فلم لپاره یې ډېر زیات چمتوالی نیوه او کله ناکله به یې له ورون دهون سره په ګډه هم تمرین کاوه.

هغې په ورته وخت کې پر دهون تور پورې کړ چې د تمرین پر مهال به یې ځان هاخوا دې خوا ویسته او له زړه به یې زحمت نه ویسته.

دا په داسې حال کې ده چې سانون د «هاسفل۴» او ورون دهون د «ریمو ډي سوزا» په نوم فلم په جوړولو بوخت دي او ټاکل شوي د سانون فلم د اکټوبر په ۲۵ او د ورون فلم د ۲۰۲۰ مېلادي کال په پیل کې نندارې ته وړاندې شي.

 

0