پنجشنبه , 25 اپریل 2024

د کرکټ نړيوال جام سياليو په لړ کې افغانستان خپله پنځمه لوبه انګلستان ته وبايلله

دغه د نړیوال جام لوبې ليدو ته  افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم ورغلی و

د مانچسټر په اولډ ټرافورد لوبغالي کې وشوه.

کوربه انګلستان د لوبې پچې په ګټلو سره لومړۍ توپ‌وهنه وکړه او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې يې د ۶ وېکټو په له لاسه ورکولو سره افغان لوبډلې ته د روان نړيوال جام تر ټولو د لوړو منډو ۳۹۸ هدف وټاکه.

په ځواب کې افغان لوبډلې د ۸ وېکټو په له لاسه ورکولو سره ۲۴۷ منډې وکړې او لوبه‌ يې د ۱۵۰ منډو په توپير بايلوده.

په دغه لوبه کې انګلنډۍ لوبډلې د ۲۵ شپږيزو په وهلو سره په يو ورځنيو لوبو کې د ډېرو شپږيزو ريکارډ هم په خپل نوم کړ.

راشد خان چې د نړۍ يو له مخکښو توپ اچوونکو څخه دی په دغه لوبه کې د خپل لوبيز ژوند تر ټولو خرابه توپ اچونه وکړه او په ۹ اورونو کې يې پرته د کومې وېکټې اخيستو ۱۱۰ منډې ورکړې چې له دې وړاندې په نړيوال جام سياليو کې کوم بل بالر دومره زياتې منډې نه‌وې ورکړې.

په راشد خان د ډېرو شپږيزو وهلو ريکارډ هم جوړ شو چې په دغه لوبه کې په نوموړي ۱۱ شپږيزې ولګېدې.

افغانستان په دغو سياليو کې خپله بله لوبه د جون په ۲۲مه د هندوستان پر وړاندې کوي.