د کرېکټ له نړۍ څخه په زړه مالومات

– د کرېکټ په تاریخ کې کریس ګیل یواځنی لوبغاړی دی چې په ټېسټ لوبو کې یې په لومړي بال شپږیزه وهلې.

۲- اباس علي لومړنی هندي لوبغاړی و چې د یوې لوبې په جریان کې د یوې نجلۍ له لورې په مخ ښکل شو.

۳- یواځنی کرېکټ لوبغاړی چې هم یې د هند او هم یې د انګلستان لپاره ټېسټ لوبه کړې د سیف علي خان نیکه افتخار علي خان و.

۴- شاهد افریدي چې په کومه لوبه کې تېزترینه سلیزه وهلي وه، د سچن ټنډولکر په بېټ یې وهلې وه.

۵- هندوستان د کرېټ په تاریخ کې یواځنی هېواد دي چې ۶۰،۵۰ او شل اورېزو لوبو نړېوال جامونه یې ګټلي دي.

۶- الک سټیوارټ په 8.4.63 کې زېږېدلی و ، او ټېسټ لوبو کې یې 8463 منډې هم کړې وې.

۷- اصف کریم یوازینی کینیایي لوبغاړی و چې هم یې په نړېوال کرېکټ او هم یې په نړېوال ټېنس کې لوبه کوله.

۸- وېلفریډ راډوس د انګلستان په لوبډله کې هغه لوبغاړی و چې تر ۵۲ کلنۍ پورې یې ټېست لوبې ترسره کړې.

۹- الن باردر په ۱۵۳ مسلسلو ټېسټ لوبو کې لوبېدلای دی.

۱۰- اسټرلیا پخپله لومړۍ او ۱۰۰ مه لوبه کې انکلستان ته په ۴۵/۴۵ منډو ماتې ورکړې وه.

۱۱- په ۲۰۰۰ م کال کې د انګلستان او وېسټ انډېز لوبډلو ترمنځ ټوله ټېسټ لوبه په یوه ورځ ترسره شوه، یانې د لوبې څلور واړه پاڼۍ په یوه ورځ ترسره شوې.

۱۲- په ۱۱/۱۱/۱۱ م نېټه سويلې افریقا لوبډلې ته د ۱۱:۱۱ په رن رېټ د ۱۱۱ مڼدو ضرورت وو چې لوبه وګتي.

۱۳- د کرېکت په تاریخ کې پېټر سېډل یواځنی لوبغاړی دي چې د خپلې زوکړې په ورځ یې په لوبه کې هټرېک ترسره کړ.

۱۴- لیسلي هېلټن د کرېکت په نړې کې یواځنی لوبغاړی و چې د خپلې مېرمنې د قتل په جرم اعدام شو.

۱۵- دوو، روبېن سېنګ په نامه لوبغاړو د هندوستان ملي لوبدلې لپاره ټېسټ لوبې ترسه کړي خو دواړو ته بیا له لومړیو لوبو وروسته چانس ندې ورکړل شوی.

روح الامین نیازی