د کرېکټ مشر روزونکی لالچند راپوت سره تړون نه غځول کېږي

د افغانستان کرېکټ بورډ پرېکړه کړې چې د کرېکټ ملي لوبډلې اوسنی مشر روزونکی لالچند راجپوت تړون ونه غځوي او پر ځای يي نوی روزونکی وگوماري.

د افغانستان کرېکټ بورډ تقریباً یو کال مخکې د نړۍ د کرېکټ پخوانی مشهورو او پیاوړو لوبغاړو له نوملړ څخه چې دغې دندې لپاره يي غوښتنلیکونه سپارلي ول لالچند راجپوت د ملي لوبډلې روزنې لپاره انتخاب کړ.

د لالچند راجپوت اوسنی تړون د اگست د میاشتې په ۳۱مه پای ته رسېږي چې له دې وروسته به بیا له سره ورسره تړون ونه شي او پر ځای به يي نوی روزونکی وگومارل شي.

تېره اوونۍ څخه داسې اوازې وې چې لالچند راجپوت له دندې گوښه شوی خو د افغانستان کرېکټ بورډ په رسمي ډول په دې اړه څه نه و ویلي.

تېره ورځ د افغانستان کرېکټ بورډ د خپلې رسمي فیسبوک پاڼې له لارې اعلان وکړ چې له لالچند راجپوت سره به تړون ونه غځوي او پر ځای به يي نوی روزونکی وگوماري.

د کرېکټ بورډ رسمي پاڼې کې لیکل شوې چې د افغانستان کرېکټ بورډ له اوس نه د نوی روزونکی ټاکلو لپاره هلې ځلې پیل کړي.

لالچند راجپوت تېر کال جون میاشت کې د افغانستان د ملي لوبډلې مشر روزونکی وټاکل شو. د نوموړی تر څارنې لاندې افغانستان د کرېکټ نړیوال شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ او وېسټ انډیز ته يي یوې ورځنۍ لوبې کې ماتې ورکړه.