د کعبي امام پر دیني علماء غږ کړی چې مسلمانانو ته د زغم تلقین وکړي

د کعبې شریفې امام عبدالله عواد الجهني په دیني عالمانو غږ کړی دی، چې مسلمانانو ته د زغم تلقین وکړي او کومې فتواوې چې ورکوي باید په حق او صداقت ولاړې وي، نوموړي چې تېره ورځ پاکستان ته په څو ورځني سفر تللی دی، په اسلام اباد کې یې د دیني عالمانو یوې غونډې ته په خبرو کې ویلي، اسلام د ورورولۍ دین دی او د علماو دنده د مسلمانانو سره نږدې کول دي او دوی باید په اوسني وضعیت کې خپل مهم رول ته پوره پام وکړي، هغه وویل ترهګري په اسلام کې نشته او ددې پدېدې د له منځه وړلو لپاره باید ټول علماء سره یو ځای او یو موټی شي.