د کـاروبار مفهوم او پيژندنه

لیکوال :  ګلاب بهار

(لومړۍ برخه)

د بشر د پيدايښت له ورځې څخه انسانان د ژوندانه د پرمخ بېولو او ښه کولو لپاره هڅه او هاند کوي، تر څو خپل د ضرورت وړ اجناس او خدمات ترلاسه کړي او خپل ژوند ته پایښت او بقا ورکړي؛ نو دا چې بشري ټولنه دغه ډول اجناسو او خدماتو ته اړتيا لري مجبور دي چې د دغو اجناسو او خدماتو د ترلاسه کولو لپاره يوه اندازه عوايد ولري چې د عوايدو د ترلاسه کولو په پار کې انسانان بېلابېل فعاليتونه سرته رسوي او ددې هڅو او کوښښونو په لړ کې د بشري ټولنې په ژوندانه کې د پام وړ بدلونونه رامنځته شوي دي او په نتيجه کې بېلابېل کاروبارونه راټوکېدلي دي.

مثلاً؛ يو کس دی په مستقيم ډول سره خپل شغل ځانته انتخابوي او بل چاته په دې کې اړتيا نه لري.

لکه؛ خياطي، نجاري، مسريتوب او داسې نور. ځينې نور کسان بيا داسې شغل ځانته انتخابوي چې يو بل شخص پورې د ده دغه فعاليتونه تړلي وي.

لکه؛ يو کس د شرکت مالک سره د خق الزحمې په بدل کې کار کوي او يا داسې کس چې د دولتي سکتور سره د يو مامور او کارمند په حيث کار کوي او خپل عوايد لاسته راوړي ترڅو د اړتيا وړ شيان او خدمات ترلاسه کړي، د اقتصادي ادبياتو له نظره د کاوربار ( Business ) معنا د مصروفيت د حالت څخه عبارت دی؛خو په حقيقت کې د کاروبار معنا عبارت له ټول هغه کارونو څخه دی چې د اجناسو او خدماتو د توليد اوتوزيع پورې اړه ولري اود ګټې د لاسته راوړلو په مقصد د مثال په ډول يو دهقان چى پټى کري، يو ماهي نيونکى چى ماهي نيسي، يو صنعتګر چى خام مواد په نيمه يا تمام شوي اجناسو بدلوي يواځنى مقصد د هغه دا ده چې هغه ګټه ترلاسه کړي.

 

د کاروبار تعريف

د کاروبار اصطلاح خورا زيات تعريفونه لري چې له ځينو څخه يې په لاندي ډول يادونه کوو:

  • ټول هغه فعاليتونه چې هدف يې د توکو او اجناسو په وسيله د ګټې لاسته راوړل وي کاروبار بلل کيږي.
  • ټول هغه توليدي فعاليونه چې د هغې مقصد د اجناسو او خدماتو په وجه د مفادو حاصلول وي کاروبار بلل کيږي.
  • ټول هغه فعاليتونه او هڅې چې د شتمنۍ د پيداکولو په پار ترسره کيږي کاروبار بلل کيږي.
  • ټول هغه فعاليتونه چې بشري ټولنه د هغې په وسيله د ژوند ضرورتونه رفع کوي کاروبار بلل کيږي.
  • کاروبار هغو کړنو او فعاليتونو ته ويل کيږي چې موخه يې د ګټې لاسته راوړل وي خو ګټه يې له مخکې ځانګړې شوي نه وي.

د نړۍ مشهورو اقتصادپوهانو هم د کاروبار له پاره بېلابېل تعريفونه وړاندې کړي چې له  ځينو څخه يې په لاندې ډول يادونه کوو:

L- H Haney له نظره: کاوربار له انساني فعاليتونو څخه عبارت دی چې د شتمني د اماده کولو(تهيه کولو) لپاره د اخيستلو او خرڅلاو په ذريعې سره ترسره کيږي.

د Urwick او Hunt له نظره: کاوربار له هغه فعاليتونو څخه عبار دی چې اجناس او خدمات کوم چې د ټولنې غړي ورته ضرورت لري جوړوي او توزيع کوي او د ټولنې غړي د هغه اجناسو خواهش،اخيستلو او د هغه په مقابل کې د قيمت د تاديه کولو توانايي لري.

 

R.N.Owen له نظره: کاروبار د ټولو هغه تجارتي او صنعتي فعاليتونو څخه عبارت دی کوم چې د ګټې ترلاسه کولو لپاره خلکو ته اجناس او خدمات تهيه کوي .

په عمومي  ډول ويلی شو چې د مفادو د لاسته راوړلو له پاره هر ډول فعاليت اختيارول  کاروبار بلل کيږي.خو دا خبره بايد په ياد ولرو چې په کاروبار کې د انسان يوازې هغه فعاليتونه شامليږي چې د اخلاقي او قانوني غوښتنو سره سمون ولري همدارنګه د ممنوع اجناسو کاروبار لکه قاچاق د اجناسو ذخيره کول او داسې نور په کاروبار کې نه شامليږي،او په ټوليز ډول سره کاروبار دلاندې موخو د ترلاسه کولو لپاره ترسره کيږي:

ګټه: ټول کاروبارونه او فعاليتونه چې ترسره کيږي د هغوی لومړنی او اساسي موخه د مفادو لاسته راوړل وي،هغه کاروبار چې په هغه کې متشبث ګټه ونلري لاس نه پورې کوي ځکه ګټه ده چې د فعاليتونو د پراختيا د تشويق سبب کرځي او بشري ټولنه کاروبار ته هڅوي.که چېرته خلکو ته دگټې توقع نه وي؛نو هغوی د کاربار شروع کولو متعلق بلکل فکرهم نکوي.

د کار پيدا کول او د بېکاری مخنيوی: دکاروبار دوهمه اساسي موخه د کار لپاره زمينه برابرول او بېکاری سره مخنيوی کول دي ځکه دکاروبار شروع کولو سره نه يوازې سرمايدار يا د کاروبار څښتن ته  کار پيداکيږي بلکې ددې نه نورو خلکو ته هم دکار موقع برابريږي.

دپانگې اچونې لپاره زمينه برابرول: دکاروبار درېيمه موخه په يو هېواد کې د پانګونې  زياتوالی دی چې دپانگه اچونې لپاره موقع او فرصتونه برابروي دا د کاروبار په وسيله خلکو ته دخپلو جمع شويو پيسو لپاره دپانگه اچونې لپاره موقع هم برابريږي.

دټولنې لپاره دخدماتو برابرول: دغه موخه هم د کاروبار د بنيادي او اساسي موخو څخه ګڼل کيږي چې د کاروبار په وسيله د اجناسو توليد او د هغې توزيع صورت نیسي،يعنې کله چې دکاروبار مالک د غوره معيار جنس توليد کړي او هغه په مصرف کوونکو باندې وپلوري نو هغه دگټې دحاصلولو نه علاوه په حقيقت کې  په غير مستقيم ډول د ټولنې لپاره غوره خدمت هم ترسره کوي.

اقتصادي پرمختګ: په يو هېواد کې د کاروبار د پيل کېدو سره  جوخت اقتصادي پرمختګ هم رامنځته کيږي او هېواد ورسره په اقتصادي لحاظ پياوړي کيږي،چې داسې کاروبارونه عموماً د خلکو د سرمايي په واسطه چليږي.

نور بيا… MA