د کمپیوټر له ګرمیدو سره باید څه وکړو؟

د کمپیوتر ګرمیدل کومه نوې خبره نه ده. که کمپیوتر ګرم شي، فعالیت يې ورو (سلو) کیږي، او که زیات ګرم شي، نو د کمپوتر د مهمو برخو د له منځه تلو لامل کیږي.

خو څنګه کولای شئ، چې خپل کمپیوټر له ګرمیدو څخه وساتئ؟!

۱ـ د کمپیوتر پکی وګورئ او پاک يې کړئ. تل کوښښ وکړئ، چې د خپل کمپیوتر پکی پاک او صفا وساتئ.

۲ـ خپل کمپیوتر له ګرمې هوا لرې وساتئ. په اوړي کې ډیره ګرمي او همدارنګه د لمر مستقیمې وړانګې هم ستاسې کمپیوتر زیانمنوي. په یاد ولرئ، چې خپل لیپټاپ د ګرمې هوا او د لمر له مستقیمو وړانګو لرې وساتئ.

۳ـ خپل کمپیوټر (لپټاپ) ته د ليپټاپ میز واخلئ. داسې کوچني میزونه شته، چې یواځې کمپیوټر پرې کیښودل کیږي او د ځمکې څخه اوچت وي. که لیپټاپ لږ څه د ځمکې څخه اوچت کیښودل شي، نو د هوا جریان د کمپیوتر لاندې پیدا کیږي او کمپیوټر نه ګرمیږي.

۴ـ د خپل کمپیوټر د پکي سرعت مو هم په منظم ډول چک کړئ.

او وروستۍ خبره دا چې په کمپیوټر ډير لووډ یعني بار مه اچوئ. کوښښ وکړئ، چې اضافي ویډوګانې، ګیمونه او نور سایټونه بند کړئ.