د کندهار له ملي امنیت رياست څخه انعکاس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي امنیت ځواکونو ددې ولایت په غورک ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال د وسلوالو طالبانو د تش په نوم ولسوال او نطامي مسوول په ګډون ۸ تنه وژلي او۱۸ نور یې ژوندي نیولي دي.
د خبرپاڼې په حواله دغه عمليات د وسله والو طالبانو پر مهمو مرکزونو تر سره شوي، چې په ترڅ کې یې د هغوی يو شمېر مهمات، دوه عرادې موټرې او ۴۰۰ کېلوګرامه تارياک هم د ملي امنیت ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د دولت وسله والو مخالفینو لا تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
صفت الله محبت