د کندهار د مرستیال والي شمسي وژل کېدل رسماً تائید شول

د کندهار د ولایت مقام په میلمستون چې تر خورا بې ساري امنیتي څار لاندې هم دی، د بېګانۍ چاودنې په پایله کې د ۱۱ وژل شویو کسانو په منځ کې د دغه ولایت مرستیال والي عبدالعلي شمسي هم شامل دی.

د کندهار د والي ویاند لږ مخکې رسنیو ته د مرستیال والي وژل کېدل ومنل.

تر دې وړاندې د سیمه یېزو ادارو ویاند ویلي، چې والي او مرستیال والي دواړه په پېښه کې ژوبل شوي دي، چې د یوه ټپونه سرسري او د ښاغلي شمسي شدید دي.

د کندهار د دې مرموزې چاودنو مسؤلیت تر اوسه هېچا په غاړه نه دی اخستی؛ خو ډېری د پړې ګوته امنیه قومندان جنرال عبدالرازق ته نیسي، ځکه چې عیني شاهدان وايي، چاودنه له اطاق څخه د هغه له وتلو سمدستې وروسته را منځته شوه.

د والي د ویاند د معلوماتو له مخې په دې چاودنو کې په یوولسو وژل شویو کسانو کې وژل شوي:
۱- د کندهار مرستیال والي عبدالعلي شمسي
۲- د کندهار د بهرنیو چارو مشر شاه احمد سعید
۳- امریکا کې  افغان  ډیپلوماټ یما قریشي
۴- ولسي جرګه کې د جوزجان استازی باز محمد جوزجانی
۵- پنځه عربي ډيپلوماټان
او دوه نور يې د پېژندلو نه دي .