پنجشنبه , 25 اپریل 2024

د کندهار د ولایت مقام په نننۍ پېښه کې د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وژل شوی دی

د راپورنو له مخې په پېښه کې د کندهار والي، د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان او یو شمېر نور امنیتي چارواکي هم ټپیان شوي دي .پېښه هغه مهال رامنځته شوې، چې په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر د کندهار له ولایتي چارواکو سره له يوې غونډې وروسته د تللو په حال کې و. ويل کېږي چې لومړی چاودنه شوې او وروسته د والي د ساتونکو له خوا ډزې شوې دي.

راپورونه زياتوي، چې جنرال عبدالرازق په چاودنه کې نه؛ بلکې په هغو ډزو کې وژل شوی، چې د کندهار د والي د ساتونکو له خوا شوي دي.

جنرال عبدالرازق په ټول هېواد او ځانګړي ډول په کندهار کې له جدي او غوڅ دريځه نظامي مشرانو ګڼل کېده او د دولت ضد وسله والو او پاکستان پر وړاندې يې سخت دريځ درلود.