چهارشنبه , 17 اپریل 2024

د کندهار په شاولي کوټ او نېش ولسوالیو کې ۷ وسله وال وژل شوي

په وژل شویو وسله والو کې د جانان په نوم د وسله والو طالبانو د هاوان د فېر کولو ماهر هم شامل دی.

په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند خواجه يحي علوي وایي مځکني او هوائي عملیات د شاولي کوټ ولسوالۍ د کندلانو او د نېش د خاکي کوتل په سيمو کې ترسره شوي دي.

د علوي په خبره په عمليات کې ټول ۷ وسله وال وژل شوي او يو شمېر مهمات يې له منځه وړل شوي.