د کندهار پېښه کې جنرال رازق، د کندهار والي او د ملي امنیت رئیس وژل شوي دي

د کندهار مرستیال والي حاجي اغالالي دستګيري رسنيو ته ويلي، چې د کندهار په نننۍ پېښه کې د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق، د کندهار والي زلمی ویسا ، د ملي امنیت رئيس عبدالمؤمن حسن خېل او د ملي راډیو ټلوېزیون کمره مین سلیم خان وژل شوي دي.

په دغه پېښه کې د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي او یو شمېر نور کسان ټپیان شوي دي.

ناټو په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې جنرال سکاټ مېلر له بريده ژوندی وتلی خو دوه تنه سرتېري يې وژل شوي دي.

دغه پېښه د ولسي جرګې انتخاباتو د امنیت په اړه د کندهار امنیتي چارواکو او په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال سکاټ مېلر ترمنځ تر غونډې وروسته د خدای پامنۍ پرمهال رامنځته شوې ده.

د کندهار مرستيال والي زیاته کړې چې ډزې د کندهار والي یوه ساتونکي کړي چې وروسته د نورو سرتېرو لخوا وژل شوی دی.

ولسمشر محمد اشرف غني او اجرئیه رئیس عبدالله عبدالله په دې پېښه ژوره خواشينې ښودلې او د کندهار د وضعيت د عادي کېدو ډاډ يې ور کړی دی.