پنجشنبه , 25 اپریل 2024

د کورنیو چارو وزارت وايي، د ولسي جرګې د ټاکنو د ښه امنیت د ټینګښت لپاره د ایران او پاکستان سره تګ راتګ دروازې وتړلې

د کورنیو چارو وزارت وايي، د ولسي جرګې د ټاکنو د ښه امنیت د ټینګښت په هدف د ایران او پاکستان په ګډون له ټولو ګاونډيو هېوادونو سره د تګ راتګ دروازې تړل کېږي.

کورنيو چارو وزارت دغه راز زياتوي، چې پر دې سربېره په ټول هېواد کې د ۵۰۷۳ ټاکنیزو مرکزونو او ۲۱زره محلونو د امنیت ساتنې لپاره ۵۵ زره امنیتي سرتېرو ته دنده سپارل شوې ده چې د دغه پروسې امنیت وساتي.

دغه راز د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، راتلونکو ټاکنو د ډاډمن امنیت په موخه به د پنجشنبې له ماښامه د یکشنبې تر سهاره پورې ، د تورخم – جلال اباد لویه لاره د هر ډول مسافرینو او وسایطو پر مخ تړلي وي.