د کوچنیانو د نظر کمزورتیا مخنیوی څنګه وکړو؟ اسانه لارې

په اوسني دور کې د ځیرک مبایلونو استعمال اخري حد ته رسیدلی چې د مشرانو په ګډون کوچنیان هم پرې عادت شوي دي، چې دغه عادت د انسان پر بدن او په ځانګړي ډول د کوچنیانو پر سترګو منفي اغیز کوي.

یو شمېر څیړنو ښودلې چې د مبایل رڼا ته په ځانګړي ډول د شپې لخوا کتل د انسان پر سترګو او دماغو سخت اغیز کوي، چې له امله د سترګو نظر او په انسان کې د یادښت وړتیا کمزورې کیږي.

نوې څیړنې د کوچنیانو د نظر کمزوري کېدو څخه د مخنیوي لپاره اسانه لار ښودلې ده، دوی وایي هغه کوچنیان چې د ورځې په اوږدو کې څه شیبه په خلاصه هوا او پراخه ځای کې لوبه کوي په دوی کې د نورو په پرتله د سترګو نظر ښه وي.

ددغې څیړنې پر وخت له ۵ زره کوچنیانو څخه ازموینه ترسره شوه، د څیړنې لپاره د کوچنیانو د والدینو څخه ددوی د ورځني وخت تیرولو پوښتنې ترسره شوې، څیړونکو ددغه ازموینې له مخې وموندله چې هر هغه کوچنیان چې د ورځې په اوږدو کې د په طبیعي هوا او ښکلا او پراخه ځای کې لوبې نه کوي په دوی کې د ویټامن D کمی موندل شوی چې له کبله یې د سترګو نظر کمزوری ښودل شوی دی.

ددوی په پرتله هغه کوچنیان چې په پراخه ځای او طبیعي هوا کې لوبې کوي، بدني، دماغي او د سترګو نظر یې له نورو څخه پیاوړی وي.

په څیړنه کې ویل شوي چې په پراخه هوا کې کرځېدل یا لوبې کول د کوچنیانو بدني او دماغي روغتیا لپاره خورا ګټور دي، دا په دوی باندې ډير مثبت اغیز کوي، ددوی په وده، مزاج او ټولنیز ژوند غوره کولو کې مرسته کوي.

له دې وړاندې په یوه څیړنه کې هم ښودل شوې وه چې په شین او تازه ځای کې وخت تېرول د کوچنیانو ذهني وړتیا اضافه کوي.

د څیړنې د وینا سره سم چې د کوچنیانو لپاره په طبیعي ځای کې وخت تېرول، په دوی کې د ستونزو مخنیوي، مشرتابه مهارتونه، شخصیت پيژندنه او تجربه لرونکي ځانګړتیاوې موندل کیږي، د کومو لپاره چې خلک په کلونو کلونو خواریانې کوي.

کاپي………..