چهارشنبه , 24 اپریل 2024

د کویټ حکومت وایي هلته به د مېشتو افغانانو ستونزې حل کړي

د کويټ چارواکو افغان سفير ته ډاډ ورکړى چې په دغه هېواد کې د مېشتو افغانانو ستونزې به هوارې کړي. په کويټ کې د افغانستان سفير الحاج منګل حسين ويلي، چې پرون يې د کويټ د لومړي وزير له مرستيال شيخ خالد الجراح الصباح چې د کورنيو چارو وزير هم دى، وليدل. هغه زياته کړه چې له نوموړي سره يې د دواړو هېوادونو پر اړيکو، د افغانستان او سيمې پر سولې او ثبات مفصلې خبرې وکړې. د افغانستان سفير وايي چې دغه راز يې له شيخ خالد الصباح سره په کويټ کې د مېشتو افغانانو ستونزې شريکې کړې. منګل حسين زیاته کړې، افغانان له تېرو څلوېښتو كلنو راهيسې په كويټ کې سوله ييز ژوند کوي او د ښه كاروبار خاوندان دي، دوى غواړي خپلې کورنۍ او اولادونه كويټ ته راولي، خو ويزې نه ورکول کېږي. د افغانستان سفير وايي چې د کويټ د لومړي وزير مرستيال او د کورنيو چارو وزير الشيخ خالد الجراح ورته بشپړ ډاډ ورکړ چې د يادو ستونزو هواري لپاره به د خپل حکومت اړوندو ادارو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړي، څو د افغانانو دا ستونزې هوارې شي.