چهارشنبه , 24 اپریل 2024

د کډوالو نړیوال سازمان: افغانستان سره د ۳۰ میلیونه ډالرو مرستې ژمنه کړې

د کډوالو نړیوال سازمان او د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ترمنځ بې ځایه شویو او راستنېدونکو کورنیو ته د رسېدګي لپاره د دېرش میلیونه ډالرو مرستې هوکړه لاسلیک شوې ده.

له اجراییه ریاسته په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي دا هوکړه، د اجراییه رییس عبدالله عبدالله په حضور کې لاسلیک شوې ده.

په یاده ناسته کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وویل، چې له بې ځایه شویو کورنیو سره تر دې دمه ټولې بېړنۍ مرستې ترسره شوې دي.

هغه زیاته کړې، په روان ۲۰۱۹ میلادي کال کې تر دې دمه شاوخوا ۴۹۵۰۶۹ کورنۍ د جګړو او بېلابېلو ستونزو له امله بې ځایه شوې دي چې یوازې ۵۲ زره کورنۍ له ژمنیو مرستو بې برخې پاتې دي. نوموړي زیاته کړې چې له دې ډلې ۱۹۸۲۳۳ کورنۍ بېرته خپلو مېنو ته ستنې شوې دي.