پنجشنبه , 25 اپریل 2024

د ګولډن ګلوب سینمايي جایزې او په کې پر ډونالډ ټرمپ نیوکې

د دوشنبې په شپه د امریکا په لاس انجلس کې د ګولډن ګلوب په نوم د سینما مشهورې جایزې ورکړل شوې.

د سپوږمۍ رڼا یا ( Moonlight) هنري فلم د ګولډن ګلوب د غوره فلم جایزه ترلاسه کړه.

خو هغه فلم چې ددې کلنیو جایزو ریکارډ یې مات کړ ” لالا لینډ “ موزیکال فلم و.

دا فلم کې چې ایما سټون او ریان ګوسلینګ یې مخکښ لوبغاړي دي په اوو کټګوریو کې جایزو ته کاندید وو.

په دې اوو کټګوریو کې د غوره ښځینه اکټرې، غوره نارینه اکټر، غوره فلم جوړونکي، غوره تصویر او موسیقي، غوره سکرین پلی او نورې شاملې وې.

فلم په ټولو اوو کټګوریو کې جایزې وګټلې او په دې ډول یې د ګولډن ګلوب د جایزو په اویا کلن تاریخ کې ځان ته تیږه کېښوده.

تر دې مخکې یو فلم د ګولډن ګلوب شپږ جایزې په یو وخت ګټلې وې .

د  یو عمر هنري لاس ته راوړنو جایزه د هالیوډ د سینما وتلې اکټرې میریل سټریپ ته ورکړل شوه. نوموړې تر دې مخکې د ګولډن ګلوب اته جایزې اخیستې .

نوموړې د جایزې د تر لاسه کولو وروسته د خبرو فرصت د امریکا پر منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د انتقاد لپاره وکاروه، او پرته له دې چې نوم یې واخلي، د انتخاباتي مبارزو پر مهال یې د هغه چلن باندې انتقاد وکړ او له رسنیو یې وغوښتل چې له هغه ( ټرمپ ) سره حساب کتاب وکړي.

د سینما دې وتلې ستورې وویل: موږ داسې اصولي رسنیو ته اړتیا لرو چې د ځواک خاوندانو سره حساب وکړي.

نوموړې خپلې خبرې د کري فیشر په دې وینا پای ته ورسولې:

 

” خپل مات زړه راټول کړه او په هنر یې بدل کړه.“