چهارشنبه , 24 اپریل 2024

د ګټورې مطالعې تږي دي دا له یاده نه باسي

د لوست او مطالعې پرمهال مهم اهداف:

کله چي دلوست لپاره میزته کینواویاد مطالعې لپاره څه را اخلو نولومړی باید دروحي تسکین ترڅنګ په خپل وجود کي شته قوتونه په خپل هدف راټول اولاندينۍ خبري په ځان لازمي  کړو.

لومړی داچي: زه به د دې مطلب دمعنی اومفهوم عمق ته ځان رسوم.

دووم داچي: دښه فکرلپاره مواد او د ښو موادو دمعرفت او راټولوني لپاره ښه فکرجوړول.

درېیم داچي: د احساس سالمیت اوپیاوړي کول.

څلورم داچي: د حقائقو او معلوماتو په راسپړلوسره په خپله علمي او فکري پانګه کي زیاتوالی مي قاطع هدف دی.

د ښې نتېجې اساسي شرطونه:

کیدای شي نورهم داسي څه ومومئ چي دمطالعې مؤثریت دي ورپوري تړلې وي؛ خوترټولو زیات ضروري دغو دریو ټکوته د مطالعه کونکي هوډمنتیا او په هغو همېشتوب دی.

لومړی مهم او اساسي شرط دادی چي: مطالعه کوونکی به دهغه مطلب دمعنی او مفهوم لاس ته راوړل حتمي کوي په کوم کي چي هغه لګیادی، اوپه هرقیمت چي وي دغه هدف ته به ځان رسوي. که داسي ونکړي نوډیر ارزښتمن وخت به یې له لاسه ورکړی وي؛ مګرنتېجه به یې هیڅ هم په لاس نه وي راوړې.

دووم  شرط دادی چي: مطالعه به په ورځني عادت بدلوو.د هرچا، په ځانګړي ډول د مدرسو ،پوهنتونونو او ښوونځیو د زدکوونکولپاره لازمه ده چي په ۲۴ساعته کي کم ترکمه ۲ساعته وخت  حتماً دکتاب، مجلې، ورځپاڼي اویانورو ګټورو لیکنو مطالعې ته ورکړي ترڅو د دوی راتلونکي ته بریا او رڼا وروبښي او دیوښه عادت خاوندان شي.

درېیم  شرط دادی چي: د مطالعې پرمهال دمطالعه کوونکي برداشت باید دانه

وي چي دې کار ته جبراً اړ ایستل شوی دی؛ بلکي دمطالعې فلان ته  باید د  ذوق، شوق او په ژور سوچ بناءکېدو ترڅنګ د یوپیاوړي ترتیب له مخي  دوام ورکړل شي  ترڅو ارام – ارام په ورځني عادت دبدلېدو جوګه شي.