چهارشنبه , 24 اپریل 2024

د یوه نوي کار د پیلولو لپاره ۱۰ ټکي

ژباړه: عطا محمد میاخېل

په ډاډ سره ویلی شم، چې په دې باندې پوهېږئ، چې په کاري مرکه کې لومړنی اغېز ډېر زیات ارزښت لري او په احتمالي توګه دا ټکی مو هم مراعات کړی دی، ځکه اوس یو نوی کار لرئ، خو آیا پوهېدئ، چې د یوه نوي کار په پیل کې هم اغېز ډېر زیات ارزښت لري؟

د څو ساعتونو او ورځو په لړ کې یا حتا لومړۍ اوونۍ کې چې نوی کار پیلوئ، نوی رییس او همکاران مو ستاسو په اړه خپل لید او فکر جوړوي او همدا موضوع پاتې هغه وخت چې له همدې رییس یې تېروئ ټاکي. د بېلګې په توګه: که چېرې تاسو له هماغه پیل څخه د هغه فرد په توګه وپېژندل شئ، کوم چې د مسئولیتونو له پېټي څخه اوږې تشوي، نو په ډېرې سختۍ سره به وکولای شئ، چې د لټۍ او ټنبلۍ کوم سټیکر چې درباندې لګېدلي له ځانه جلا او خپل مقام ته بدلون ورکړئ، حتا که چېرې واقعاً لیاقت او وړتیا یې ولرئ، د دې برعکس، که په څو لومړیو اوونیو کې سخت کار وکړئ، نو وروسته به رییس او همکاران مو په ډېرې آسانۍ ستاسو له تېروتنو څخه تېر شي.

لاندې هغو ۱۰ ټکو ته اشاره کوو، چې ستاسو په رییس او همکارانو باندې فوق العاده اغېزه کوي:

۱ ـــ د کارونو تر منځ لږ استراحت وکړئ:

که چېرې یوه نوي کار ته له تګ څخه مخکې ځان ته لږ استراحت ورکړئ، نو کولای شئ، له خپل ذهن څخه پخواني کاري پروګرامونه پاک کړئ او د نویو پروګرامونو له پاره ځان چمتو کړئ.

انسانان مخلوقات دي. هره دنده، په ځانګړې توګه هغه کار چې ډېره موده مو پکې تېره کړې وي، په ژوند کې مو یو ډول عادت را منځته کوي او د دې سبب ګرځي، پرته له دې چې خپله یې وغواړئ، بدلون ته لېوالتیا ونه لرئ. د پخواني کار او د نوي کار ترمنځ چې غواړئ تازه یې پیل کړئ، څو ورځې استراحت کولای شي، له تاسو سره مرسته وکړي، چې په نوي کار باندې روږدي شئ او خپل کاري چاپېریال چمتو کړئ.

۲ ـــ څېړنه وکړئ:

احتمالاً د مرکو په دوران او د کار د پیل په لومړیو کې مو په خپل نوي رییس باندې څېړنه کړې ده، اوس یې وخت را رسېدلی دی، چې خپلې څېړنې پای ته ورسوئ او خپل درک د خپل نوي رییس په اړه بشپړ کړئ.

د نوي رییس په اړه د څېړنې له پاره، د نوي شرکت په اړه هره لیکنه له تاسو سره مرسته کولای شي، لکه د کارمندانو لارښود کتاب.

ستاسو موخه دوه اړخونه لري: لومړی په هغه کار باندې پوهېدل، کوم چې شرکت مو ترسره کوي او دا چې تاسو یې په څه درد خورئ او دویم دا چې له خپل کاري چاپېریال څخه څه تمې ولرئ. که چېرې تاسو د خپلې تخصصي شبکې اړوند په هغه شرکت کې څوک پېژنئ، پروګرام جوړ کړئ او له هغه سره سبا ناری وکړئ او یا هم  ورسره د غرمې ډوډۍ وخورئ او د دې تګلارې پرمټ له هغه څخه معلومات تر لاسه کړئ.

۳ ـــ مسلکي جامې واغوندئ:

د یوه منظم ظاهر ښکاره کول، ستاسو په کاري عادتونو باندې مثبته اغېزه لري، په پایله کې کله چې تاسو یو نوی کار پیلوئ، باید له خپلې کاري کچې څخه یوه یا دوې درجې لوړې جامې واغوندئ. کله چې لومړۍ څو مهمې او حیاتې ورځې تېرې شوې، کولای شئ، لږ هوسا او آرامه جامې واغوندئ، پرته له دې، چې نور ستاسو په اړه داسې تصور وکړي، چې مالي وضعیت مو چندان ښه نه دی.

۴ ـــ وخته راشئ او نا وخته لاړ شئ:

که چېرې داسې وي، له نورو څخه نا وخته شرکت راشئ او له ټولو څخه وخته له شرکته ووځئ، نو دا د دې سبب ګرځي، چې نور داسې تصور وکړي، چې په شرکت کې له اوسېدلو سره مینه نه لرئ، دا کولای شي، چې ډېر وېرونکی او خطرناک وي، په ځانګړې توګه د خپل کار د پیل په څو لومړیو اوونیو کې. هڅه وکړئ، چې له نورو څخه ژر خپل کار ته ورسېږئ او د پرېښودو له پاره یې هم بیړه مه لرئ، دا کار د دې سبب کېږي، چې له خپل کار سره مینه او لېوالتیا لرئ او وروسته که چېرې کومه ورځ خپل کار ته نا وخته هم راشئ توپیر نه کوي، ځکه ټول فکر کوي، چې هرومرو کومه ستونزه مو درلوده.

۵ ـــ خپل همکاران وپېژنئ:

په کار ځای کې د خپل ځان د ټینګښت له پاره، باید هڅه وکړئ، چې د شرکت ټولنیزې شبکې ته ننوزئ، څه له دې کار سره مینه ولرئ او یا یې هم ونه لرئ، د ورځې ډېری ساعتونه له همدې کسانو سره تېروئ. سر بېره پردې، د دې کسانو نظرونه کولای شي، ستاسو په بریا باندې مستقیمه اغېزه ولري او دغه راز د دې سبب ګرځي، په کار ځای کې ښه ساعتونه ولرئ.

هر کار چې کوئ، یوازې هڅه به مو دا وي، چې له خپلو نویو همکارانو څخه ځان لرې نه کړئ، سره له دې چې خوښېږي مو له خپل پخواني همکار سره سبا ناری وکړئ، خو په دې کار سره، یوازې خپلو نویو همکارانو ته دا ښکاره کوئ، چې یو له هغوی څخه نه یاست، له خپلو نویو همکارانو سره د چای څښلو پرمهال اړیکه ټینګه کړئ.

۶ ـــ مرسته وغواړئ:

یو له هغو کارونو څخه، چې په کار ځای کې ستاسو د ټینګښت او پایښت سبب ګرځي، د مرستې غوښتنه ده، خو ډېری کسان داسې تصور کوي، چې دا کار د دوی کمزورتیا او نا تواني څرګندوي، خو په حقیقت کې کمزورتیا نه، بلکې د پیاوړتیا ښکارندویي کوي. که چېرې له خپلو همکارانو څخه د مرستې غوښتنه ونه کړئ، له هغوی څخه یوازې ځان لرې کوئ او د ډېرو تېروتنو له پاره خپله انرژي بېځایه مصرفوئ، خو ښایي دا مو خوښ نه شي، چې یوه پوښتنه څو څو ځله وپوښتئ، که چېرې فکر کوئ د یوه پېچلي کار د درسپارلو له پاره سخته ده یا په بشپړه توګه حافظه نه لرئ، کله چې له خپلو همکارانو څخه مرسته غواړئ، نو یاد دښتونه واخلئ، که چېرې هره پوښتنه یوازې یو ځل وپوښتئ، نو رییس او همکاران مو په دې باندې ډاډه کېږي، چې هوښیار او د ښه استعداد لرونکي یاست.

۷ ـــ داوطلب شئ:

په څو لومړیو اونیو کې رییس مو د نورو په پرتله تاسو ته لږ څه سپک کار در سپاري، په دې کار سره تمه نه کېږي، چې ډېر ژر به پرمختګ وکړئ، خو رییس مو تمه لري، چې هر وخت مو د لا ډېر کار وړتیا پیدا کړه، خپله ووایئ.

د هماغو څو اونیو سپک کار څخه ګټه واخلئ او په ډېره ښه توګه په خپل کار باندې تمرکز وکړئ او هر کار چې در سپارل کېږي، نو په ډېرې ځیرکۍ او سمه توګه یې ترسره کړئ او هڅه وکړئ، چې په خپل کار باندې ځان ښه پوه او مسلکي کړئ او د شرکت څارونکي او ناظر ته په خپله ووایئ، چې د لا ډېر کار او یا هم د یوه نوي مسئولیت وړتیا لرئ. هرڅومره، چې ژر وتوانېږئ، د دروند کار د ترسره کولو له پاره چمتو شئ، نو په خپل رییس او همکارانو باندې غوره اغېزه ښندئ. حتا کولای شئ د ځینو ځانګړو پروژو د ترسره کولو له پاره داوطلب شئ، خو په یاد مو، یوازې هغه مهال دا کار وکړئ، چې په ځان باندې سل په سلو کې ډاډه یاست، چې  خپله دنده په سمه توګه ترسره کولای شئ.

۸ ـــ پروګرام جوړ کړئ:

د یوه پروګرام لرل، د دې سبب ګرځي، چې کارونه مو په ښه توګه کنټرول کړئ او په هماغو څو لومړیو اونیو کې خپلو موخو ته ورسېږئ. ستاسو په پروګرام کې باید ټول هغه څه شامل وي، چې باید زده یې کړئ او دغه راز څو موخې، چې تاسو ته انګېزه درکړي. خپلې موخې او هغه مهارتونه، چې باید زده یې کړئ د لومړیتوب د اهمیت پر بنسټ ترتیب کړئ. په یاد مو وي، چې د ځان له پاره ننګونه را منځته کړئ، ترڅو ستاسو له پاره انګېزه را منځته شي، خو نه دومره، چې په بشپړه توګه له کار کولو څخه مو زړه سوړ شي.

تر ټولو ښکلی کار، چې کولای شئ، ترسره یې کړئ، دا ده چې له خپلو موخو او پرمختګونو څخه مو خپل رییس خبر کړئ، سره له دې چې ښایي دا تصور وکړئ، چې دا کارمو ځان ښودنه ده.

۹ ـــ له خپل رییس سره اړیکه ټینګه کړئ:

لکه څنګه چې له خپلو موخو څخه د رییس خبرول کولای شي، په هغه باندې ښه او مثبت اغېز وکړي، دغه راز د خپل کار په اړه هر اړخیزې خبرې کول هم کولای شي، په تاسو باندې د هغه د اعتماد او ډاډ له ډېرښت سره مرسته وکړي. رییس مو د دې له پاره استخدام کړي یاست، چې په اند یې د هغه کار له پاره تر ټولو غوره فرد یاست؛ په بل عبارت هغه په تاسو باندې خطره منلې ده او په ډاډ سره ویلی شم، دا یې ډېر خوښېږي، چې ستاسو له پرمختګونو څخه خبر شي.

۱۰ ـــ مثبت لید لوری ولرئ:

خوشبین کسان تل په نورو باندې ښې اغېزې ښندي. هغه کسان، چې د کار، نویو مسئولیتونو او ستونزو له پاره مثبت لید لري او خوشبین دي، نو په ډاډ سره ویلی شم، چې د ټولو خلکو خوښېږي.

کله چې له نویو کسانو یا خپلو همکارانو سره مخامخ کېږئ، نو تل مسکا وکړئ، د کوم څه په اړه له ګیلو او شکایتونو څخه ډډه وکړئ.