چهارشنبه , 24 اپریل 2024

د یوې بریالۍ سوداګرۍ لپاره څلور اصلي قوانین

د ټولو خلکو دا خوښېږي، چې یوه ورځ وکولای شي، یوه خپلواک دنده ولري او د یوې نوې سوداګرۍ په رامنځته کولو سره پرله پسې بریاوو ته ورسېږي، مګر څنګه کولای شو ډاډمن شو، چې دا نوې دنده کولای شي، چې له ځان سره بریاوې راوړي او له ماتې سره مخامخ نه شي ؟

هر سوداګر یا اقتصاد پوه په ښه توګه پوهېږي، چې د یوې نوې سوداګرۍ د پیل له پاره باید خطر یې هم ومني او په لومړنۍ مرحله کې یې هر زیان ته چمتو واوسي . په دې اساس غوره ده، چې د سوداګرۍ له پیل څخه مخکې په اړه یې پراخې څېړنې ترسره شي او هغو قوانینو او قواعدو ته لاسرسی پیداکړو، چې وکولای شو، په دې برخه کې غوره تصمیم ونیسو.

د امریکا په متحده ایالتونو او انګلستان کې څېړونکو او اقتصاد پوهانو په یوې سوداګرۍ کې د بریا په مراحلو باندې بېلابېلې څېړنې ترسره کړې دي او په دې برخه کې ارزښتمنو پایلو ته هم رسېدلي دي . مګر هغه ټکی چې له ډېر ارزښت او اهمیت څخه برخمن دی . د دې قوانینو او مراحلو سمه پېژندنه ده، ترڅو وکولای شو تر ټولو غوره یې وټاکو او په سمه توګه ترې ګټه پورته کړو، په دې څېړنیزه لیکنه کې، چې د ۲۰۱۶ زېږدیز کال د فبروري په میاشت کې د کالیفورنیا ایالت په یوه پوهنځي کې ترسره شوې، هغو قوانینو او قواعدو ته پکې اشاره شوې، کوم چې په یوې سوداګرۍ او کسب کار کې ورته اړتیا لیدل کېږي .

۱ ـــ همدا اوس یې پیل کړئ :

معمولاً کله چې فرد یا افراد، چې د یوې نوې دندې یا سوداګرۍ د رامنځته کولو هوډ لري، تل یې د وخت په اړه فکر کوي او داسې تصور کوي، چې باید هڅه وکړي، ترڅو له اړوندې سوداګرۍ څخه د ښې پایلې د ترلاسه کولو له پاره تر ټولو غوره وخت ورته وټاکي، مګر هغه موضوع چې ډېر ارزښت لري، هغه داده، چې د وخت مسئله تل پاتې ده او له هغې څخه د خلاصون له پاره باید همدا نن تصمیم ونیسئ او له همدې اوسه اړین اقدامات ترسره کړئ .

یو انګلیسي اقتصاد پوه په دې باور دی : د یوې نوې سوداګرئ په پیل کې هېڅکله بشپړ او دقیق وخت شتون نه لري، ترڅو وکولای شئ، پر بنسټ یې پلان طرحه کړئ او وروستني محصول ته لاسرسئ پیدا کړئ، نو د پیل له پاره تر ټولو غوره وخت همدا نن دی او تر ټولو غوره موکه پرون وه او په همدې ترتیب سبا وخت دی . که چېرې تاسو د یوه مناسب وخت او موکې په لټه کې واوسئ، نو هېڅکله یې نه پیلوئ او بریا ته هم نه رسېږئ .

۲ ـــ د ځان له پاره یوه ډله پیدا کړئ :

په دې اړه تصمیم نیونه، چې د خپلې سوداګرۍ د سطحې لوړولو او پرمختګ له پاره کوم کسان وټاکئ، ډېر ارزښت لري . په دې اساس د هر کار له ترسره کېدو مخکې باید یوه ډله ولرئ، ترڅو وکولای شي د مشتریانو د جذب تر ټولو غوره ستراتیژي او کړنلاره ستاسو په مخکې کېږدي . تاسو نه شئ کولای، چې له هر چا څخه غوښتنه وکړئ، ترڅو ستاسو له محصول څخه ګټه واخلي او یا د یوه دایمي مشتري په توګه ستاسو له خدماتو څخه استفاده وکړي، مګر کولای شئ، پوه او تجربه لرونکي کسان په خپل اختیار کې راولئ، ترڅو هغوی له خپل علم څخه په ګټه اخیستنې مشتریان پرته له کومې هیلې او غوښتنې ستاسو لور ته راجذب کړي .

۳ ـــ په ښه توګه په بازار باندې پوه شئ :

ښایي تاسو مشتریانو ته تر ټولو ښه او ستر محصولات یا خدمات وړاندې کړئ، مګر سره له دې آیا د خپلې موخې له بازار څخه بشپړ او سم معلومات لرئ ؟ آیا پوهېږئ چې څه وخت باید بازار د غشي تر نښې لاندې راوالئ ؟ دې پوښتنو ته ځواب ډېر مهم او ارزښتمن دی او باید ورته ډېر پام وشي . تاسو تل باید د موخې بازارونو له پاره د حل یوه جلا لار ولرئ او ټول باید په دقیقه توګه وڅارئ .

دې حل لارو ته لاسرسی یوې دقیقې پېژندنې او پوهېدنې ته اړتیا لري، چې دا پېژندنه او پوهېدنه د ډېرې مطالعې او مشورې اخیستلو له لارې به شونې وي . د محصولاتو او خدماتو د تولید او عرضې سازماندهي د هغو شرایطو پر بنسټ چې بازار یې څاري، له مهمو او اغېزمنو رکنونو څخه شمېرل کېږي . هره غونډه چې تاسو موخې ته نږدې کوي وې منئ .

کله چې یوه نوې سوداګري پیلوئ، معمولاً د ځانګړو غونډو او لیده کاتو په لړ کې تاسو ته له ۷۵ سلنه څخه د زیاتو مناسبو نظریو وړاندیز کېږي . په دې اساس هڅه وکړئ، چې هېڅکله دا ډول غونډې که څه هم وخت یې کم او د ګډونوالو شمېر یې لږ وي له لاسه مه ورکوئ، ځکه په لومړني ګام کې تاسو هېڅ نه پوهېږئ، چې کومه غونډه به له کومو افرادو سره تاسو ته غوره نظر درکړي . کله چې یو نوی کمپاین په لاره اچوئ، نو دې ته به ډېره اړتیا ولرئ، ترڅو له بېلابېلو کسانو سره د بېلابېلو موضوعاتو په اړه خبرې وکړئ، نو دا برخه په هېڅ ډول مه هېروئ، د نوو او د پام وړ نظریاتو د تر لاسه کولو په فکر کې واوسئ .

۴ ـــ فرښته پانګوال هم په پام کې ونیسئ :

فرښته پانګوال هغه پانګوال دي، چې په سوداګرۍ کې ډېره او بې سارې تجربه لري او کولای شي، چې معلومه بودیجه له لوړ مالي ارزښت سره سیستم ته ور ننباسي . دا ډول تجربه له کمې بودیجې سره هم کولای شي ارزښتمنه او ګټوره وي او په لنډ مهال کې د موخو له پرمخبیولو سره ډېره مرسته وکړي .

په سوداګرۍ کې تر ټولو بد حالت دا دی، چې په خپل څنګ کې یو خاص کس ولرئ او یوازې په یوه یا څو لید لورو باندې بسنه وکړئ، نو له دې امله ویلي شو، چې دا سوداګري پرمختګ نه کوي او ډېر ژر به له ماتې سره مخ شي . فرښته پانګوال د تجربه لرونکو مهارتونو ترڅنګ چې لري یې، کولای شي له پیاوړو او لوړ پوړو کسانو سره اړیکه ټینګه کړي، چې ښایي له هغوی سره د یو کوچني ملاقات له پاره، تاسو اړ واوسئ، چې په میاشتو انتظار وباسئ . په دې اساس د دا ډول اړیکو ارزښت په دې کچه دی، چې کولای شي پرله پسې بریاوې تاسو ته نږدې کړي، له ځان سره د تمې خلاف اقتصادي او تخصصي وړاندیزونه لري .

هریو له دې فرښته پانګوالو څخه په فرد پورې اړوند د یوې نظریې او وړاندیز لرونکي دي، چې کولای شي باالقوه پایله را منځته کړي، نو وخت له لاسه مه ورکوئ، هر څه ژر د دې پانګوالو په لټه کې واوسئ.

ژباړه : عطا محمد میاخېل