پنجشنبه , 25 اپریل 2024

د یوې خوشاله ورځې د پیلولو لپاره ۱۰ ګامونه

ژباړه: عطا محمد میاخېل

هر کله چې له خوبه را ویښېږو، نو د هغو څیزونو په اړه فکر کوو، کوم چې له ویښېدو وروسته یې ترسره کوو، په خپل ذهن کې د هغو کارونو په لېست باندې مرور کوو، چې ښایي نه کېدونکي وي. راځئ چې رښتیني واوسو، ټول کسان کولای شي، چې دا ډول خیالونه په خپل ذهن کې وروزي. را ځئ چې دا خوشې کړو او د هغو کارونو په اړه وغږېږو، کوم چې په آسانۍ سره یې ترسره کولای شو، ترڅو له موږ سره د یوې خوشاله ورځې په پیلولو کې مرسته وکړي.

۱ ـــ د یوې خوشاله ورځې د پیلولو له پاره یو ګیلاس اوبه وڅښئ:

یو ګیلاس اوبه څښل، یو تر ټولو آسانه کار دی، چې ډېری کسان یې نالیدلی نیسي. وروسته له هغې چې په خپلو غاښونو باندې مو مسواک وواهه، یو یا دوه ګیلاسه اوبه وڅښئ، ځکه چې دا کار ستاسو د بدن د فعالیتونو له ښه کېدا سره مرسته کوي، په بدن کې مو زهر له منځه وړي او د بدن له تازه پاتې کېدو سره اغېزمنه مرسته کوي، په همدې دلیل دا ارزښتمن څښاک د بدن د روغتیا له پاره د یوه اغېزمن لامل په توګه پېژندل کېږي.

۲ ـــ خپل بدن کش کړئ:

ستاسو د بدن خوښېږي، چې ډېر ویده شي، لکه څنګه چې تاسو هم همدا کار ترسره کوئ او د ډېرو ساعتونو له پاره ویده کېږئ. د بدن کش کول، کولای شي له تاسو سره مرسته وکړي، ترڅو خپل غړي او ماهیچې ویښ او فعال کړئ او د بدن ټولو برخو ته وینه ولېږدوئ او خپل بدن ته یو سیګنال واستوئ، ترڅو تاسو ویښ او تازه وساتي او د یوې نوې ورځې د پیل له پاره ځان چمتو کړئ. که چېرې غواړئ، د خپلې ورځې د پیل له پاره، دا کړنه ترسره کړئ، کولای شئ، په ورزش کولو او یا یوګا سره دې راښکون ته لاسرسی پیدا کړئ، که چېرې له دې کار سره ډېره زیاته مینه نه لرئ، نو کولای شئ، په همدې راښکون سره خپل بدن چمتو کړئ.

 

۳ ـــ د لمر رڼا احساس کړئ:

تاسو ټوله شپه تر سهاره په کوټه کې د مصنوعي رڼا لاندې تېروئ، هڅه کوئ، چې خپل سبا ناری له کور څخه بهر د لمر رڼا ته وخورئ، تر څو د لمر له رڼا څخه کافي ګټه واخلئ، د دې کار ترسره کول، ستاسو سترګو ته تازه رڼا ور بښي او د بدن پوټکی به مو ځلانده کړي او په تاسو کې د ښه احساس د رامنځته کېدو سبب ګرځي.

۴ ـــ د خپلې ورځې د پیل له پاره د مناسبو موزیکونو یو لېست چمتو کړئ:

د خپلې خوښې موزیک او سندرو د خپراوي له پاره، یو لېست وټاکئ، ترڅو وکولای شئ خپله روحیه لوړه کړئ او ځانته د ټولې ورځې په اوږدوکې آرامتیا او هوساینه ډالۍ کړئ. که چېرې دا ډول لېست نه لرئ، نو هڅه وکړئ، چې چمتو یې کړئ، له هغو مواردو سره چې مینه لرئ، وې ټاکئ او هره ورځ سهار ورته غوږ ونیسئ.

۵ ـــ د ځان له پاره یو کوچنی یاد دښت ولیکئ:

هره ورځ د ځان له پاره یو عبارت یا جمله ولیکئ، کولای شي ډېره ساده او آسانه وي، یا په هغه بڼه وي، په کومه یې چې تاسو غواړئ، کولای شي هرڅه وي، چې مخ پر وړاندې ستاسو د حرکت لامل شي. په افکارو باندې د ټینګار له پاره دا یو تمرین دی، چې په خپل ذهن کې یې روزئ، ترڅو په نویو او هیجاني امکاناتو باندې پرانیستی تفکر ولرئ.

۶ ـــ یو قوي سبا ناری وخورئ:

د یوه سبا ناري خوړل به له تاسو سره مرسته وکړي، چې له لټۍ او ټنبلۍ سره مخه ښه وکړئ او ورځ مو په تازه توب او د ډېرې انرژۍ په احساس سره پیل کړئ. په یاد ولرئ، له بشپړ سبا ناري څخه موخه د ټیټ ارزښته خوړنیزو توکو خوړل نه دي. بشپړ او سالم خوړنیز توکي به له تاسو سره مرسته وکړي، ترڅو د بدن سیستم مو په پاتې ورځ کې په منظمه توګه کار وکړي.

 

۷ ـــ هر سهار ۱۰ دقیقې وخت مو په خپلې آرامتیا باندې مصرف کړئ:

سهار کولای شي، د یوې عصبې حملې پیل واوسي، اجازه مه ورکوئ، چې دا احساس په تاسو باندې غلبه وکړي. د ۱۰ دقیقو له پاره، په یوه آرامه ځای کې کېنئ او خپله آرامتیا خوندي کړئ او په آرامتیا باندې د تمرکز تمرین ترسره کړئ، دا حرکتونه له تاسو سره مرسته کوي، ترڅو ذهن استواره کړئ او ځان له هر ډول اروایي فشار سره د مبارزې له پاره، چې ښایي د ورځې په اوږدو کې مو په لاره کې را شین شي چمتو کړئ

۸ ـــ مطالعه وکړئ:

هر څه یا هر مطلب چې د سهار په لومړیو کې یې لولئ، کولای شي، ټوله ورځ مو تر خپلې اغېزې لاندې راولي. که چېرې هوډ لرئ، چې مطالعه ستاسو له پاره، یو الهام بښونکی امر وي، نو له هغو مقالو او کتابونو څخه ګټه واخلئ، کوم چې تاسو ته ځواک او تازه انرژي درکوي. که چېرې خوښېږي مو چې ځانته خوشالي را وبلئ، نو هغه کتابونه وټاکئ، چې تاسو ته دا حس درکوي. هڅه وکړئ، هغه څه مو چې خوښېږي، مطالعه یې کړئ، د دې کار ترسره کېدل، په تاسو کې د یوه ښه او غوره ذهنیت او مثبتو احساساتو د رامنځته کېدو له پاره، یوه ښه لاره ده.

۹ ـــ خپلې ورځنۍ دندې ولیکئ:

دا چې تاسو آیا په کور او کار ځای کې دندې لرئ مهمه  نه ده، خو د ورځنیو دندو لیکل ډېر مهم دي. د دې له پاره، چې په خپلو ورځنیو کارونو کې غوره کړنې ترسره کړئ، پنځونکي او بریالي واوسئ، نو خپلې دندې هره ورځ سهار چې له خوبه پاڅېدئ ولیکئ.

۱۰ ـــ د مثبتو موضوعاتو په اړه خبرې وکړئ:

کله چې سهار له خوبه را پاڅېږئ، نو د مثبتو موضوعاتو په اړه خبرې وکړئ او خپله ورځ په یوه کوچني یاددښت سره پیل کړئ. د ورځې په پیل کې بحث او شخړه، کولای شي ټوله ورځ مو له منځه یوسي او د دې سبب ګرځي، چې ونه شئ کولای، یوه ښه ورځ تجربه کړئ.