پنجشنبه , 25 اپریل 2024

د یوې نامینځل شوې مڼې خوړل څومره زیان لري؟

کله له کور څخه وتلو پر مهاله یوه مڼه اخلو او له مینځلو پرته يي خوړل پیلو خو دغه کار انسان په مختلفو ناروغیو اخته کولی شي.

په امریکا کې ترسره شوې نوې څیړنې ثابته کړې چې له مینځلو پرته یوازې د یوې مڼې خوړل هم انسان په مختلفو روغتیايي ستونزو او ناروغیو اخته کولی شي.

ټینیسي پوهنتون په خپل ترسره شوې څیړنې کې ښودلې چې په ظاهره پاک او ځلیدوونکې مڼه په اصل کې له میکروبونو او ناروغیو له لاملونو ډک وي.

په څیړنې کې ویل شوی له مینځلو پرته د مڼې خوړل د مڼې پر پوټکي شته د حشراتو ضد درمل او مضر باکتریا بدن ته داخلوي او که چیرې د کوم کس د بدن دفاعي نظام کمزوری وي نو انسان د هاضمې او یو شمیر نورو ناروغیو اخته کولی شي.

د څیړنې پر بنسټ مڼه د ژوند او لارې له اوږد سفر وروسته خلکو ته رسیږي چې په دغه جریان کې په ډیرو میکروبونو ککړ کیدی شي چې له امله انسان د تبې، پښتورګو، د اطراحي سیسټم د نلونو ناروغیو او ځینو نورو لامل ګرځي.

په څیړنې کې خلکو ته مشور ورکړل شوی چې هیڅکله باید له مینځلو پرته کومه میوه یا نور خواړه ونه خوړل شي.

نن.اسیا