راتلونکې میاشت د ۲۰۱۹ کال نړیوال کپ افغانستان ته راوړل کیږي

د کرکټ مینه والو له تمو سره سم د کرکټ د ۲۰۱۹ کال نړیوال کپ دغه هېواد ته په راروانه ډسمبر میاشت کې راوړل کېږي.

د افغان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې دغه کپ به د ځانګړو مراسمو په لړ کې کابل، بامینانو او هرات کې نندارې ته اېښودل کېږي.

لومړی به د کابل دارالامان تاریخي ماڼۍ د دغه کپ کوربه وي بیا به بامیان او له هغه وروسته به هرات ولایت ته لېږدول کېږي.

د لوبغاړو، سیاسونو او زده کوونکو سربېره به هر وګړی دا چانس ولري چې دغه کپ له نږدې وګوري.

دا کپ د هر نړیوال جام د سیالیو نه مخکې هغو هېوادونو ته لېږدول کېږي چې د کرکټ نړیوال جام سیالیو کې برخه اخلي.

څو میاشتې وړاندې د کرکټ نړیوالې شورا ویلي و، چې نړیوال د امنیتي ستونزو له امله نړیوال جام افغانستان ته نه وړل کیږي.

د ۲۰۱۹ کال د کرکټ نړیوال جام نهه میاشتنی سفر په تېرې (مې) میاشت کې پیل او لومړی متحده عربي امارتو کې خلکو کتلی دی.

د دغه سفر په لړ کې به جام د افغانستان په شمول ۲۰ هېوادونو او نږدې ۶۰ ښارونو کې خلک وګوري.

د دې کپ د سفر ستره موخه د کرکټ نړيوال جام او کرکټ لوبې ته په نړيواله کچه کمپاين ویل شوی دي.

د کرکټ د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام سیالۍ په بریټاینا کې کېږي چې د افغانستان په کډون به د لسو هېوادونو ملي لوډلې پکې سیالۍ کوي.

افغان لوبډله له دې وړاندې په ۲۰۱۵ کال نړیوال جام سیالیو کې هم لوبېدلې وه او سکاټلنډ لوبډلې ته یې پکې ماتې ورکړې وه.