سه شنبه , 23 اپریل 2024

درې افغان لوبغاړي کرکـټ په یوه نوي لیګ کې واخېستل شوه

راشد خان وقارسلام خیل او قیس احمد په یورو شل اوریز کرکټ لیګ کې واخيستل شول

د یورو ټي ټونټي سلام شل اوریز لیګ د ایرلینډ، سکاټلینډ او هالنډ کرېکټ بورډونو په ګډه جوړ کړی او د جمعې په ورځ یې بولي ترسره شوه.

له یاد هر هېواد څخه په دغه لیګ دوه دوه لوبډلې لوبیږي او درې واړو هېوادونو کې به په ګډه ترسره شي.

راشد خان د روتیردم رینوس لوبډلې له خوا په آیکن یا ترټولو غوره لوبغاړي په حیث اخېستل شوی او قیس احمد ګلاسګو جاینټس لوبډلې له لوري اخېستل شوی دی.

د یاد لیګ دا لومړی پړاو دی، چې اګسټ ماشتې په ۳۰مه نېټه به پېل شي او د سپتمبر تر ۲۲مې نېټې به دوام وکړي.