راشد خان د پاکستان د کرکټ غوره لیګ لوبې پریښودې

هغه په خپل ټویټر لیکلي دي چې د هېواد او ملي ټيم لپاره له پي سي ايل لوبو بهر کېږي او بل کال هیله مند دی چې بیا ورسره یوځای شي. راشد خان به په هغو دوو ټېسټ لوبو کې د افغانستان د ملي لوبډلې لپاره ولوبېږي چې ټاکل شوې ده لومړۍ لوبه يې د مارچ په دوهمه له زیمبابوې سره په ابوظبۍ کې ترسره شي او دوهمه لوبه یې د مارچ په لسمه له ياد هېواد سره په دوبۍ کې وشي. راشد خان د پاکستان غوره لیګ کرکټ لوبو کې د لاهور قلندر لوبډلې لپاره دوې لوبې وکړې.